ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وکيلان: د ايران سفارت د ملي شورا غړي د ستراتيژيک سند ردولو ته هڅوي

21 May 2012 - 17:26
21 May 2012 - 17:26

کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩١): د ولسي جرګې يو شمېر غړي او يوه حکومتي سرچينه وايي، په کابل کې د ايران سفارت د دې لپاره د ملي شورا له ځينو غړو سره ليدنې کوي، چې د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو سند د تصويب مخه ونيسي.

د افغانستان او امريکا متحده ايالتونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو هوکړه ليک، تېره مياشت د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو ترمنځ لاسليک شو. دغه سند د ملي شورا د دواړو مجلسونو د بهرنيو چارو کمېسيونونو تاييد کړى او په نږدې راتلونکي کې به د تصويب لپاره د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وړاندې شي.

ټاکل شوې چې دغه سند د ولسي جرګې له تصويب وروسته، مشرانو جرګې ته ولېږل شي.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازې ارين يون دعوه کوي، چې د ولسي جرګې يو شمېر غړو د ايران په مالي مرسته دغې جرګې ته لار پيدا کړې او اوس اړ دي، چې د افغانستان پرځاى د ايران د ګټو لپاره کار وکړي.

يون پرته له دې چې د جرګې د کوم غړي نوم واخلي، زياته کړه: “د ايران سفارت دغو وکيلانو ته پيسې ورکوي، شپې ناستې او مېلمستياوې ورته جوړوي، ترڅو د افغانستان او امريکا متحده ايالاتو ترمنځ ستراتيژيک تړون تصويب نه شي.”

يون، په جرګه کې د ايران پلوو کسانو کره شمېره ونه ښوده، خو په وينا يې د هغوى شمېر دومره نه دى، چې د ياد شوي سند د تصويب مخه ونيسي.

په ولسي جرګه کې د خوست استازى کمال ناصر اصولي هم وايي، چې په کابل کې د ايران سفارت د ملي شورا له ځينو غړو سره د ستراتيژيک هوکړه ليک د نه تصويب په موخه ليدنې کړې دي.

ده هم په دې اړه د چا نوم ياد نه کړ او زياته يې کړه: “په کومه ورځ چې موږ په دې ستراتيژيک تړون په عمومي غونډه کې بحث کوو، د يادو کسانو نومونه به هم مېډيا ته واخيستل شي.”

هغه وايي، يو شمېر ګاونډي هېوادونه په ملي شورا کې دننه ځينې مشخصې کړۍ هم لري، چې په همدې برخه کې کار کوي، ترڅو د ياد سند د تصويب مخه ونيول شي.

اصولي دا هم وويل، چې د ولسي جرګې په ټولو کمېسيونونو کې د افغانستان او امريکا ترمنځ په ستراتيژيک هوکړه ليک بحث روان دى او ډېر ژر به عمومي غونډې ته وړاندې شي.

د ولسي جرګې د بهرنيو چارو کمېسيون غړي داوود کلکاني هم د نورو جزئياتو له ورکولو پرته تاييد کړه، چې د ځينو ګاونډيو هېوادونو چارواکي د ستراتيژيکو همکاريو د ياد شوي سند د نه تاييد لپاره د ملي شورا له يو شمېر غړو سره ليدنې کوي.

خو هغه وايي، چې د ملي شورا غړو ته د خپل هېواد ګټې مهمې دي او هېڅکله به هم د هېواد د ګټو پر ضد عمل ونه کړي.

يوې مهمې حکومتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي، هم پژواک خبري اژانس ته وويل چې په کابل کې د ايران او پاکستان سفارتونو، د دې لپاره چې په نږدې ورځو کې د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو سند ملي شورا ته د تصويب په موخه استول کېږي، د ملي شورا د دواړو مجلسونو له غړو سره خپلې ليدنې زياتې کړې دي.

دغه سرچينه وايي، ياد سفارتونه په دې ليدنو کې د ملي شورا د مجلسونو غړي دې ته هڅوي، چې د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيک سند د تصويب مخنيوى وکړي.

دغه راز د سرچينې د څرګندونو له مخې، د دې ترڅنګ چې يادو سفارتونو د چارواکو او ملي شورا د يو شمېر غړو ترمنځ ليدنې په سفارتونو کې ترسره کېږي، د ايران سفارت په کابل ښار کې د وزير محمداکبر خان مېنې په پنځلسم سړک او د کابل په نوي ښار کې دوه کورونه په کرايه هم نيولي، ترڅو هغه وکيلان چې نه غواړي سفارتونو ته ولاړ شي، په دې کورونو کې د ايران سفارت له لوړپوړو چارواکو سره وګوري.

پژواک خبري اژانس هڅه وکړه، چې په دې اړه په کابل کې د ايران او پاکستان سفارتونو نظرونه واخلي، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې په کابل کې د ايران سفير ابوالفضل ظهروند د مشرانو جرګې له مشر فضل هادي مسلميار څخه غوښتي و، چې مشرانو جرګه دې ياد شوى سند نه تاييدوي.

دغه راز د يادولو ده، چې تېره ورځ د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال لوى پاسوال عبدالرحمن رحمان د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې وويل، وروسته تر هغه چې د افغانستان او امريکا متحده ايالتونو ترمنځ ستراتيژيکو همکاريو هوکړه ليک لاسليک شوى، ايران د افغانستان پر ضد تخريبي فعاليتونه او تبليغات پيل کړي دي.

د ده په وينا، ايران د پاکستان له استخباراتي ادارې سره د افغانستان د نظام پر وړاندې د تخريبي کړنو او افغان مشرانو د وژنې لپاره لاس يو کړى دى.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملي شورا ځينې غړي د ټېلېفوني پيغامونو له لارې ګواښل شوي او ورته ليکل شوي، چې که له امريکا سره د ستراتيژيکو همکاريو ياد شوى سند تاييد کړي، نو وبه وژل شي.

کلکاني په دې اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: “خبر شوى يم، چې يو شمېر وکيلانو ته ميسجونه (ټېلېفوني پيغامونه) شوي، خو زموږ د کمېسيون غړو او يا هم ماته چا ميسج نه دى کړى، چې دغه تړون لاسليک کړئ يا يې مه کوئ.”

خو په ولسي جرګه کې د زابل ولايت استازى عبدالقادر قلاتوال وايي، چې د ټېلېفوني پيغام له لارې ګواښل شوى دى.

د ده د څرګندونو له مخې، په ياد شوي پېغام کې ليکل شوي: “د فدايي محاذ د اجرايې شورا دا فيصله وکړه چې د افغانستان د خرڅولو سند بايد په پارلمان کې تصويب نه شي، که چېرې د پارلمان وکيلان دا اجازه ورکړي او تصويب يې کړي، که چېرى دوى افغانستان خرڅوي، د دوى انجام به هم د ارسلا رحماني غوندې وي. موږ تاسې وکيلانو ته وايو، که تاسې رښتيا افغانان ياستئ، دې کار نه ډډه وکړئ، موږ فدايي محاذ هېڅ هېواد پورې تړلي نه يو، موږ صرف فدايان يو او صرف موږ د الله (ج) لپار جهاد کوو، څو چې بهرنيان په افغانستان کې وي، موږ به خپل مقاومت جاري ساتو(انشاءالله). د فدايي محاذ وياند قاري حمزه، په يوه دقيقه کې جواب راکړه.”

د مشرانو جرګې او د سولې د عالي شورا غړى مولوي ارسلان رحماني د تېرې مياشتې په ٢٤مه، د کابل ښار د دهبوري په سيمه کې ووژل شو او مسووليت يې “د ملا دالله محاذ” په نوم کومې ډلې اخيستى دى.

قلاتوال هغه ته د ګواښ په اړه وويل، چې دا ډول پيغامونه د ملي شورا پر اصلي پرېکړې، که هغه د ستراتيژيکو همکاريو د سند رد وي او يا تاييد، هېڅ اغېز  نه شي کولى.

په مشرانو جرګه کې د زابل د خلکو استازي محمد داوود حساس ته هم ورته تېلېفوني پيغام رسېدلى دى.

حساس پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ټېلېفوني پيغام د تېرې پنجشنبې په شپه د ام ټي ان مخابراتي شبکې له يوې شمېرې ورته لېږل شوى دى.

د هغه په وينا، د پيغام له ترلاسه کولو لږ وروسته د ام ټي ان له يادې شمېرې ورته زنګ راغى او مقابل لوري ورته ځان قاري حمزه معرفي کړ.

حساس زياته کړه: “هغه (حمزه) راته وويل چې د سند په اړه څه نظر لرې؟ ما ورته وويل، چې زه هغه څه کوم چې د افغانستان او د افغانستان د خلکو په ګټه وي.”

دى وايي، د حمزه په نوم ياد شوي تن ته يې دا هم وويل، چې د افغانستان او امريکا ترمنځ ستراتيژيک هوکړه ليک د افغانستان په ګټه دى؛ ځکه چې په دې سره افغانستان خپلواک هېواد کېداى شي، د کانونو استخراج ته لاره هوارېږي او اداري فساد له منځه ځي.

د ملي امنيت عمومي رياست وياند لطف الله مشعل وايي، چې ياد شوي پيغامونه د ملا دادالله د فدايي محاذ له خوا لېږل شوي او د دې ډول پيغامونو لېږل د تبليغاتي جګړې يوه برخه ده.

هغه د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل، چې د ملا دادالله د محاذ درې کسان چې غوښتل يې ځانمرګي بريدونه تر سره کړي، څو ورځې مخکې په کابل کې نيول شوي دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version