ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځينو وکيلانو ستراتيژيک سند د افغانستان په ګټه وباله

ځينو وکيلانو ستراتيژيک سند د افغانستان په ګټه وباله

author avatar
26 May 2012 - 17:45
ځينو وکيلانو ستراتيژيک سند د افغانستان په ګټه وباله
author avatar
26 May 2012 - 17:45

کابل (پژواک٦غبرګولى ٩١): د ولسي جرګې ځينې غړي له امريکا سره د ستراتيژيکو همکاريو د هوکړه ليک تاييد د افغانستان په ګټه بولي؛ خو طالبان د دې سند تاييد جنايت بولي او وايي چې د ملي شورا غړي به د خپل عمل سزا وويني.

له امريکا سره د افغانستان د ستراتيژيکو همکاريو سند، نن ولسي جرګې د رايو په قاطع اکثريت تصديق کړ او ټاکل شوې ده، چې دغه سند د تاييد لپاره مشرانو جرګې ته هم واستول شي.

دغه سند نږدې يوه مياشت وړاندې د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو له خوا په کابل کې لاسليک شوى و.

طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې امريکا له پخوا هڅه کوله چې د ستراتيژيک تړون له لارې په افغانستان کې خپل شتون قانوني کړي او په دې توګه د خلکو حساسيت کم کړي.

طالبانو ويلي، چې افغان کمونيستانو هم له پخواني شوروي اتحاد سره ګڼ بې پايلې تړونونه لاسليک کړل. 

 سرچينه زياتوي: “لرې نه ده چې دغه په اصطلاح د اوسني پارلمان غړي هم، د خپلو دغو شومو اعمالو سزا او جزا په خپلو سترګو وويني.”

خو په ولسي جرګې کې د کابل د خلکو استازى محمد داوود کلکانى وايي، چې د ولسي جرګې غړو د ياد هوکړه ليک په اړه عقلاني پرېکړه کړې ده.

د ده په وينا، د افغانستان اړتياوو ته په کتو سره له امريکا سره د ستراتيژيکو همکاريو هوکړه ليک په امنيتي، سياسي او اقتصادي برخو کې ډېر د ارزښت وړ دى.

د کلکاني په وينا، ياد هوکړه ليک کولى شي، افغانستان تر ډېره د بهرنيو لاسوهنو او تېريو پر وړاندې ډاډمن کړي، چې د يوه ځواکمن ملګري په درلودو سره يې مخه نيولى شي.

هغه وويل، چې دا تړون د افغانستان د ملي حاکميت او خپلواکۍ په رعايت سره لاسليک شوى دى.

کلکاني د ملي شورا غړو ته د  طالبانو د ګواښ په اړه وويل، چې طالبانو پخوا تردې هم د جرګې د غړو له وژنې ډډه نه ده کړې.

د ده په وينا، هغه کسان د جرګې غړو ته ګواښونه کوي چې د ګاونډيو هېوادونو په ګټه جګړه کوي.

هغه زياته کړه: “هغه څوک چې د ګاونډيو هېوادونو د ګټو لپاره جګړه کوي، حتماً دا کار د هغوى له فکر سره په تضاد کې دى، چې غواړي په افغانستان کې يو کمزورى او د هغوى د خوښې وړ حکومت وي. بناءً وکيلانو ته ملي ګټې او ملي حاکميت مهم دى.”

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې ارين يون وايي، چې افغانستان د اړتيا له مخې له امريکا سره ستراتيژيک تړون لاسليک شو.

  يون وويل، چې په افغانستان کې جګړه او بدبختۍ تل د ګاونډيو هېوادونو د لاسوهنو پايله وه او افغانستان ته په کار وه، چې د همدې لاسوهنو د مخنيوي لپاره يو غښتلى ملاتړى پيدا کړي.

هغې زياته کړه: “که چېرته ګاونډيو هېوادونو مداخلې نه واى کړې او په افغانستان کې يې سوله او ثبات غوښتي واى، نو له امريکا سره د ستراتيژيک تړون اړتيا موږ ته نه راولاړېده؛ خو دوى (ګاونډيو هېوادونو) تل هڅه کړې، چې په افغانستان کې يو کمزورى حکومت وي، په اوسنيو شرايطو کې موږ بله چاره نه لرله.”

دې هم وويل، چې افغانستان د يوه خپلواک هېواد په توګه او خپلو ملي ګټو ته کتو سره دغه سندلاسليک کړى دى.

يون وايي چې دغه هوکړه ليک، هم له اقتصادي او هم له امنيتي پلوه د افغانستان په ګټه دى.

خو يون زياتوي، چې له امريکا سره د تړون ترڅنګ بايد له مخالفينو سره د سولې پر پروسې تر پخوا ډېر ټينګار وشي او مخالفينو ته په حکومت کې ونډه ورکړل شي، ترڅو له مخالفته لاس واخلي.

  سرچينې د طالبانو د هغوڅرګندونو په اړه چې د ملي شورا غړي به خپله سزا وويني، وويل چې ځينې طالبان او يو شمېر نور مخالفين چې د پاکستان او ايران د ګټو لپاره کار کوي، دا شان ګواښونه کوي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.