ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان له چين سره د تړون طرحه په پام کې لري

27 May 2012 - 17:26
27 May 2012 - 17:26

کابل (پژواک٧غبرګولى٩١): د بهرنيو چارو وزير وايي، افغانستان له امريکايي لوري سره پر امنيتي هوکړه ليک خبرې پيل کړې دي او له چين سره هم د تړون طرحه په پام کې لري.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول، نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې د ولسي جرګې له خوا د امريکا له متحده ايالتونو سره د ستراتيژيکو همکاريو د سند تاييدول مثبت ګام وباله او ويې ويل، دې کار وښوده چې د افغانستان اکثريت خلک د دې هوکړه ليک پلويان دي.

دغه سند چې تېره مياشت د افغانستان او امريکا ولسمشرانو لاسليک کړى وو، تېره ورځ ولسي جرګې تاييد کړ.

 په پام کې ده چې دا سند مشرانو جرګې ته هم د تاييد لپاره واستول شي او د ولسمشر تر توشېح وروسته عملي بڼه خپله کړي.

د ستراتيژيکو همکاريو په سند کې يادونه شوې، چې تر لاسليک وروسته دواړه لوري د خپلو کورنيو تګلارو له مخې پر دوه اړخيز امنيتي هوکړه ليک خبرې پيلوي او هڅه کېږي، چې په يوه کال کې بشپړ شي.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، د دې  دوه اړخيز امنيتي هوکړه ليک پر سر د افغانستان او امريکا د چارواکو ترمنځ خبرې په دې وروستيو کې پيل شوې دي.

دى وايي، په دې امنيتي هوکړه ليک کې به څرګنده شي، چې تر ٢٠١٤ زېږديز کال وروسته په افغانستان کې د امريکا څومره سرتېري پاتې کېږي، دندې به يې څه وي او څنګه به يې په افغانستان کې شتون قانوني شي.

زلمي رسول وويل، چې پر امنيتي همکاريو به دواړه لوري يو کال سره خبرې وکړي او کله چې پاى ته ورسېدې، نو بيا به يې سند د تاييد په موخه ملي شورا ته واستول شي.

د ستراتيژيکو همکاريو د هوکړه ليک له مخې، امنيتي هوکړه ليک به د ١٣٨٢ کال د هوکړې او نورو هغو توافقاتو او تفاهمونو ځاى ونيسي، چې دواړه لوري يې د دوه اړخيز هوکړه ليک له احکامو سره په ټکر کې بولي.  

د ١٣٨٢ کال د پوځي او تخنيکي هوکړه ليک له مخې، چې د ايساف او د افغانستان د وخت د کورنيو چارو وزير محمديونس قانوني ترمنځ لاسليک شوى، په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه کولاى شي هر وخت د افغانستان په هره ګوښه کې عمليات وکړي او که په دغو عملياتو کې څوک ووژل شي، د دعوې او يا شکايت حق نه لري.

افغانستان په تېر شاوخوا يو کال کې له هند، استراليا، المان، انګلستان، فرانسې او ايټاليا سره هم د ستراتيژيکو همکاريو هوکړه ليکونه لاسليک کړي دي.

د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول په نننۍ خبري ناسته کې وويل، چې افغانستان له چين سره هم د يوه تړون طرحه په پام کې لري، چې ولسمشر حامد کرزى به يې د شانګهاى په ناسته کې له چينايي چارواکو سره په اړه خبرې وکړي.

ده له چين سره د تړون په اړه نور معلومات ورنه کړل.

ټاکل شوې ده، چې د شانګهاى سازمان ناسته د راتلونکې زېږديزې مياشتې په شپږمه، د دوو ورځو لپاره په چين کې جوړه شي.

د زلمي رسول په وينا، افغانستان هيله من دى چې دا ځل د شانګهاى ناستې ته د څارونکي هېواد په توګه وروبلل شي.

چين، روسيه، قزاقستان، قرغيزستان، تاجکستان او ازبکستان د ياد شوي سازمان اصلي غړي دي او افغانستان له ۲۰۰۱ كال راهيسې د مېلمه په توګه په دې غونډه كې ګډون كوي.

د شانګهاى سازمان د همكاريو غونډه، هر كال د غړو هېوادنو له خوا ترسره كېږي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version