کابل، ميدانښار (پژواک ٨ غبرګولى ٩١): ايساف وايي چې د افغانستان په ختيځ کې يې يې نن دوه چورلکې غورځېدلې او په يوه کې يې دوه سرتېري وژل شوي دي.
په کابل کې د ايساف مطبوعاتي دفتر له خوا د غبرګولي په ٨مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړه چورلکې يې نن د افغانستان په ختيځ کې غورځېدلې دي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې په لومړۍ چورلکه کې يې سرتېري وژل شوي نه دي؛ په چورلکه کې ناست کسان د ايساف نږدې مرکز ته لېږدول شوي او د پېښې په اړه څېړنې پيل شوې دي.
سرچينې زياته کړې، په بله چورلکه کې د ايساف دوه سرتېري وژل شوي دي؛ خو د سرتېرو هويت يې نه دى په ډاګه کړى.
بايد وويل شي، چې په ختيځ کې د ايساف امريکايي سرتېري مېشت دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دوى د دې پېښې د رامنځ ته کېدو د څرنګوالي په اړه څېړنې پيل کړې دي؛ خو لومړنيو راپورونو ښودلې چې د پېښې په سيمه کې مخالفين نه تر سترګو کېدل.
دغه راز ايساف ويلي، چې په دې پېښه کې عامو وګړو ته هم زيان نه دى اوښتى.
د ميدان وردګو ولايت د نرخ ولسوال محمد حنيف حنيفي پژواک اژانس ته وويل، دوى ته هم د سيمې خلکو ويلي، چې هلته د ايساف يوه چورلکه غورځېدلې ده.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې دوى د بهرنيو ځواکونو يوه چورلکه د ميدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې ويشتې ده.
هغه زياته کړه، چې دا چورلکه يې د نرخ د تيتمور په سيمه کې غورځولې او په کې ګڼ شمېر امريکايي سرتېري وژل شوي دي.
دغه راز نوموړي وويل، چې نن غرمه يې د پکتيکا ولايت په سرروضه ولسوالۍ کې هم يوه چورلکه ويشتې او په کې ناست اته سرتېري وژل شوي دي.
د يادو دوو سرتېرو په وژل کېدو سره، په روان زېږديز کال کې د ايساف د وژل شويو سرتېرو شمېره ١٧٤ تنو ته ورسېده.
د يادونې وړ ده چې تېر کال د زمري په ١٦مه، د ميدان وردګو په سيد اباد ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو له خوا د ايساف يوه چورلکه وېشتل شوې وه، چې له امله د ملي اردو اووه او ٣٠ امريکايي کومانډو سرتېري وژل شوي وو.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن