ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې د ايساف چورلکه وغورځېده

6 Jun 2012 - 17:18
6 Jun 2012 - 17:18

کابل-غزني (پژواک ١٧ غبرګولى ٩١): ايساف وايي، چې د افغانستان په ختيځ کې يې يوه چورلکه غورځېدلې او له امله يې دوه سرتېري وژل شوي دي.

په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر د غبرګولي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې دغه چورلکه نن په ختيځ کې غورځېدلې، خو کره ځاى يې نه دى ښودلى.

سرچينې زياته کړې، چې په ياده پېښه کې د دوى دوه سرتېري وژل شوي او پېښه تر څېړنې لاندې ده.

خو د غزني د قرباغ ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې نن ماسپيښين شاوخوا يوه بجه د دغې ولسوالۍ په چوڼۍ سيمه کې وسلوالو طالبانو د ايساف ځواکونو يوه چورلکه ووېشته.

د قره باغ ولسوالۍ يوه اوسېدونکي مصطفى پژواک اژانس ته وويل، چې يو شمېر افغان او بهرني ځواکونه له ولسوالۍ څخه پلي راووتل، په سيمه کې يې ګزمه کوله او پر سر يې چورلکې ګرځېدې.

د هغه په وينا، لومړۍ وسلوالو طالبانو پرې بريد وکړ او تر نيم ساعت پورې نښته روانه وه، چې وروسته په يو توغندى پر چورلکه ولګېد او را وغورځېده.

د کريم الله همدرد په نوم د سيمې بل اوسېدونکي هم پژواک اژانس ته وويل، چې دوى په خپله ولېدل، چې د بهرنيو ځواکونو چورلکه د طالبانو پر ډزو ولګېده.

نوموړي زياته کړه، چې چورلکې له غورځېدو وروسته اور واخيست او سيمې ته د ايساف ځواکونو الوتکې هم راغلې.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد هم وايي، چې ياده چورلکه د دوى ملګرو وېشتي ده.

د هغه په وينا، چورلکو ډېره ټيټه الوتنه کوله او د ار پي جي راکټ په لګېدو رانسکوره شوه.

چوڼۍ د قره باغ ولسوالۍ شمال ته په يو کيلومترۍ کې پرته سيمه ده.

د يادونې ده، چې تېره اونۍ هم په ميدان وردګو او پکتيکا ولايتونو کې د ايساف دوه چورلکې غورځېدلې وې چې له امله يې دوه سرتېري وژل شوي وو.

د يادو دوو سرتېرو په وژل کېدو سره په روان زېږديز کال په هېواد کې د ناټو د وژل شوو سرتېرو شمېر ١٨٦ تنو ته ورسېد.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version