پل علم (پژواک ١٥ وږى ٩١): ايساف وايي، چې په لوګر ولايت کې يې يوه چورلکه غورځېدلې او دوه سرتېري يې په کې وژل شوي دي.
په کابل کې د ايساف ځواکونو له مطبوعاتي دفتره د وږي په ١٥مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن غرمه مهال يې يوه چورلکه په لوګر کې غورځېدلې او دوه سرتېري يې په کې وژل شوي دي.
سرچينې د پېښې کره ځاى او لامل نه دى څرګند کړى، خو وايي، چې په اړه يې څېړنې روانې دي.
د لوګر د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال رييس خان صادق پژواک اژانس ته وويل، چې له تېرې شپې راهيسې د لوګر د پل علم اړوند د بابو په سيمه کې د ګډو ځواکونو له خوا عمليات روان دي.
د هغه په وينا، د عملياتو پر مهال ګڼ وسلوال طالبان وژل شوي، خو کره ارقام يې نه درلودل.
نوموړي زياته کړه، چې په عملياتو کې د ايساف ځواکونو يوې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې او دا يې رد کړه چې ګواکې وسلوالو طالبانو دې غورځولې وي او د سرتېرو د وژلو په اړه يې هم بې خبري وښوده.
د بابو سيمې يوه اوسېدونکي احمدجاوېد بيا وويل، چې د عملياتو په سيمه کې د بهرنيو ځواکونو دوه چورلکې غورځېدلې او اوس هم اور پرې بلېږي.
نوموړي زياته کړه، چې په سيمه کې اوس هم عمليات روان دي، افغان او بهرنيو ځواکونو سيمه کلابنده کړې او کله ناکله د ډزو غږونه هم اورېدل کېږي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د دوى کسانو په ياده سيمه کې د ايساف دوه چورلکې راغورځولې او ٢١ بهرني سرتېري په کې وژل شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې تېره مياشت د کندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو د يوې چورلکې د غورځېدو له امله ١٠ بهرني سرتېري وژل شوي وو.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن