کابل ( پژواک، ٢٦ وږى ٩١ ) : ايساف وايي، چې هغه طالب قوماندان يې نيولى، چې لس ورځې مخکې يې په لوګر ولايت کې د دوى يوه چورلکه ويشتلې وه.
د روانې مياشتې په ١٥مه،ايساف خبر ور کړى و، چې په لوګر کې يې يوه چورلکه ويشتل شوې او دوه سرتېري يې پکې وژل شوي دي.
د لوګر ولايت ځايي امنيتي چارواکيو ويلي و ، چې دا پېښه د لوګر د پل علم اړوند د بابوس په سيمه کې رامنځته شوې وه.
په کابل کې دايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر لخوا د وږي په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي،چې هغه طالب قوماندان يې نيولى ، چې د يادې چورلکې په ويشتلو کې يې لاس درلود.
سرچينې زياته کړې ، چې ياد قوماندان يې له افغان ځواکونو سره په ګډه ترسره شويو عملياتو کې نيولى او په دې عملياتو کې عامو وګړيو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
ايساف دغه راز ويلي ، چې په دې عملياتو کې يې يو بل شکمن وسلوال هم له چاودېدونکيو توکيو سره نيولى دى.
بلخوا د کونړ والي وايي، چې د غازي اباد د تېرې شپې په عملياتو کې د ملي اردو هغه سرتېرى هم وژل شوى، چې تېره مياشت يې په دې ولايت کې د ايساف درې سرتېري وژلي وو او بيا تښتېدلى و.
د ايساف د تېرې شپې په هوايي بريد کې د ځايي چارواکيو په وينا، د ملا جلال په نامه دطالبانو د يوه مهم قوماندان په ګډون ١٦ وسلوال وژل شوي دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن