ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بې پيلوټه هوايي بريد کې اوه بهرني وسله وال ووژل شول

28 May 2012 - 10:27
28 May 2012 - 10:27

اسلام اباد ‌(پژواک ٨ غبرګولى ٩١): د افغانستان پولې ته څېرمه پر شمالي وزيرستان د امريکا په يوه بې پيلوټه هوايي بريد کې اوه بهرني وسله وال وژل شوي دي.

د شمالي وزيرستان په مرکز ميرانشاه کې يوې دولتي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د غبرګولي په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې امريکايي بې پيلوټه الوتکې تېره شپه له ميرعلي څخه درې کيلومتره لرې د عيسوخېلو په سيمه کې پر يوه کور بريد کړى دى.

سرچينې زياته کړه، چې بې پيلوټه الوتکې پر دغه کور دوه راکټونه توغولي چې له امله يې اوه بهرني وسله وال وژل شوي دي.

سرچينې د وژل شوو بهرنيو سرتېرو هويت په ډاګه نه کړ.

خو يوې بلې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي پژواک ته وويل، چې امريکايي الوتکو پر يوه موټر او کور بريدونه کړي او په کې اوه وسله وال وژل شوي دي.

د ملک ممتاز په نوم يوه ځايي خبريال پژواک ته وويل، چې په دواړو بريدونو کې کور او موټر په بشپړه توګه له منځه تللي او وژل شوي کسان هم له پېژندلو وتلي دي.

د هغه په وينا، له څو ورځو راهيسې په شمالي وزيرستان کې د امريکايي بې پيلوټه الوتکو الوتنې او بريدونه زيات شوي او کله ناکله په يوه وخت کې تر ١٥ الوتکې هم په هوا کې الوتنې کوي.

په تېرو څلورو ورځو کې دا څلورم بې پيلوټه بريد دى چې پر شمالي وزيرستان ترسره کېږي، چې په ترڅ کې يې ٢٠ تنه وژل شوي دي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version