ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر شمالي وزيرستان د بې پيلوټه الوتکې بريد کې څلور تنه ووژل شول

28 Oct 2011 - 10:52
28 Oct 2011 - 10:52

اسلام اباد (پژواک ٦ لړم ٩٠): پر شمالي وزيرستان د بې پيلوټه الوتکې بريد کې څلور تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

 د شمالي وزيرستان د سياسي استازي د دفتر يوه چارواکي دفتر خان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې بې پيلوټه الوتکو تېره شپه د مير تحصيل په خوشحالي سيمه کې پر يوه کور څلور توغندي وويشتل.

 دفتر خان وايي، دا نه شي ويلي چې وژل شوي کسان ځايي او که بهرني وسله وال وو.

 يوه ځايي خبريال ملک ممتاز پژواک ته وويل، چې بريد تېر ماخوستن له لمانځه وروسته شوى دى.

 ملک ممتاز زياته کړه چې تر بريد وروسته هم، د څو ساعتونو لپاره امريکايي بې پيلوټه الوتکې په سيمه کې ګرځېدلې، چې له امله يې خلک د پېښې ځاى ته له تللو په وېره کې وو.

 ځينې نورې سرچينې وايي، چې امکان لري د وژل شويو کسانو شمېره لوړه شي.

 د يادونې وړ ده، چې په روان زېږديز کال کې امريکايي بې پيلوټه الوتکو پر شمالي وزيرستان ٥٠ ځلې بريدونه کړي دي.

 همداراز د يوه بل خبر له مخې، تورخم سرحدي ښارګوټي ته څېرمه په لنډي کوتل سيمه کې د ناټو ځواکونو د اکمالاتي موټرو پر ټرمينل لاسي بمونه ورغورځول شوي، چې له امله يې درې کانټينرونه سوځېدلي دي.

 د سيمې يوه دولتي چارواکي شېريار خان پژواک اژانس ته وويل، چې د سيمې په وخت ماخوستن ٨ بجې او ٣٠ دقيقې ناپېژاندو کسانو د ناټو ځواکونو د اکمالاتي موټرو پر ټرمينل دوه لاسي بمونه وغورځول.

 دولتي چارواکي وايي، چې په دې بريد کې چاته ځاني زيان نه دى اوښتى او د دې کسانو د لټون په موخه يې سيمه کلابنده کړې ده.

 په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو لپاره تېل او نور اکمالات تر ډېره د تورخم بندر له لارې کېږي، چې وخت ناوخته پرې وسله وال بريدونه کوي.

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version