ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

توکيو کنفرانس ته د مرستو د جلب طرحه بشپړه شوې ده

29 May 2012 - 18:51
29 May 2012 - 18:51

کابل (پژواک ٩ غبرګولى ٩١): افغانستان د توکيو کنفرانس ته د ٢٢ پروګرامونو له لارې د بېلابېلو پروژو داسې طرحه وړاندې کوي، چې د پلي کولو لپاره يې يواځې په ٢٠١٥ زېږديز کال کې پنځه ميليارده امريکايي ډالرو ته اړتيا ده.

دغه څرګندونې د افغانستان د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال د غبرګولي په ٩مه، کابل کې د ملي شورا غړو ته د توکيو په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال وکړې.

د افغانستان په اړه د توکيو نړيوال کنفرانس په جولاى کې جوړېږي او موخه يې تر ٢٠١٤ کال وروسته له افغانستان سره په اقتصادي برخه کې مرستې دي.

زاخېلوال وويل، چې دغه وزارت له ٢٠١٤ کال وروسته د نړيوالې ټولنې د مرستو د جلب په موخه د توکيو د کنفرانس لپاره طرحه بشپړه کړې ده.

هغه د يادو پروژو په اړه ډېر معلومات ور نه کړل، خو زياته يې کړه، له ٢٠١٥ کال وروسته له درېيو تر پنځو کلونو کې د ١٤٠٠ کيلومټره سړکونو جوړول، د ٨٠٠ کيلومټرو په اوږدوالي د وسپنې پټلۍ غځول او د پنځو نړيوالو هوايي ډګرونه جوړول د دې طرحې له مهمو برخو څخه دي.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، په دې طرحه کې د شاملو ٢٢ پروګرامونو موخه د افغانستان دوام لرونکې اقتصادي وده، د کورنيو عايداتي سرچينو پياوړې کول او د کاري فرصتونو برابرول دي.

د ده په وينا، د دې طرحې موخه چې د هېواد اوږدمهاله ګټې په کې نغښتې دي، دا ده چې له ٢٠١٤ کال وروسته به په لسو کلونو کې افغانستان پر خپلو پښو درېږي.

د ماليې وزير وايي، چې په ٢٠١٥ کال کې افغانستان د يادو پروګرامونو د پلي کېدو لپاره پنځه ميليارد ډالرو ته اړتيا لري؛ خو وروسته به د کورنيو عوايدو په لوړېدو سره دغه اړتيا کال پر کال کمېږي او په ٢٠٢٥ کال کې به په دې برخه کې ټوله اړتيا کورني عوايد پوره کړي.

هغه زياته کړه: ((دا مهال زموږ د ټولې بودجې شاوخوا ٩٠ سلنه د نړيوالې ټولنې مرستې جوړوي، يواځې لس سلنه يې زموږ عوايد دي؛ خو تر ٢٠٢٥ کال پورې به د هر کال په تېرېدو سره اهسته اهسته دغه بهير معکوس شي.))  

د سرچينې په وينا، د يادې طرحې له مخې، تر ٢٠٢٥ زېږديز کال پورې به د نړيوالې ټولنې مرستې يا بېخې کمې شي او افغانستان به په خپلو پښو ولاړ وي او يا به هم د بودجې کمه برخه د نړيوالې ټولنې له مرستو تمويلېږي.

د ماليې وزير هيله وښوده، چې د توکيو په کنفرانس کې به ياده طرحه ومنل شي او نړيواله ټولنه به په دې برخه کې له افغانستان سره مرستې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې په شيکاګو کې د ناټو په سرمشريزه کې وپتېيل شوه، چې له ٢٠١٤ کال وروسته به نړيواله ټولنه د افغانستان له امنيتي سکټور سره اړينې مرستې کوي.

د افغانستان حکومت ويلي، چې افغانستان د امنيتي سکټور په برخه کې له ٢٠١٤ کال وروسته هر کال ٤،١ ميليارد امريکايي ډالرو ته اړتيا لري.

افغان حکومت ويلي، له دې پيسو څخه ٥٠٠ ميليون ډالره به په ٢٠١٥ کال کې د هېواد له کورنيو عوايدو ورکړل شي او دغه کچه کال پر کال لوړېږي او په همدې اندازه به افغان امنيتي ځواکونو سره د نړيوالو مرستې کمېږي.

له يادو پيسو څخه ٢،٣ ميليارد ډالره د امريکا متحده ايالتونو او يوه اندازه يې ځينو نورو هېوادونو تراوسه ژمنه کړې او ويل کېږي، چې پاتې نورې مرستې به هم نور هېوادونه اعلان کړي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version