ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

توکيو کنفرانس ته د مرستو د جلب طرحه جوړه شوه

8 May 2012 - 15:54
8 May 2012 - 15:54

کابل (پژواک ١٩ غويى ٩١): افغانستان به د توکيو کنفرانس ته په پراختيايي برخه کې د ٢٢ پروګرامونو له لارې د بېلابېلو پروژو داسې طرحه وړاندې کړي، چې د لسو کلونو لپاره به هر کال شاوخوا ٨ ميليارده امريکايي ډالرو ته اړتيا ولري.

په پام کې ده چې له افغانستان سره په اقتصادي برخه کې د مرستو په موخه د بن د دويمې غونډې په تعقيب د ٢٠١٢ کال د جولاى په اتمه د جاپان په مرکز توکيو کې نړيواله غونډه جوړه شي.

د افغانستان د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال نن په کابل کې د دغه وزارت د تېر کال د کړنو د ارزونې په غونډه کې وويل، چې دغه وزارت له ٢٠١٤ کال وروسته د نړيوالې ټولنې د مرستو د جلب په موخه د توکيو د کنفرانس لپاره طرحه جوړه کړې ده.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، په دې طرحه کې د شاملو ٢٢ پرواګرامونو موخه د افغانستان پايه داره اقتصادي وده، د کورنيو عايداتي سرچينو پياوړې کول او د کاري فرصتونو برابرول دي.

د ده په وينا، د دې طرحې موخه، چې د هېواد اوږدمهاله ګټې په کې نغښتې دي، دا ده چې له ٢٠١٤ کال وروسته به په لسو کلونو کې افغانستان پر خپلو پښو ودرېږي.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، په راتلونکو دوو اونيو کې به دغه طرحه وروستۍ شي او د يادو پروګرامونو لپاره به يې د پيسو کچه څرګنده شي.

خو د ماليې وزارت د دولت د همغږۍ کمېټې او د څارنې او همغږۍ ګډ بورد د دارالانشاء مشر ډاکټر سيدحبيب احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، اټکل کېږي چې د يادو پروګرامونو د پلي کولو لپاره هر کال شاوخوا ٨ ميليارده امريکايي ډالرو ته اړتيا وي.

د مالي وزير هيله وښوده، چې د توکيو په کنفرانس کې به ياده طرحه ومنل شي او نړيواله ټولنه به په دې برخه کې له افغانستان سره مرستې وکړي.

زاخېلوال وايي، له ٢٠١٤ زېږديزکال وروسته، چې ټاکل شوې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځې، د هېواد د امنيتي سکټور لپاره د اړتيا وړ مرستو کچه په ډاګه شوې ده.

هغه تېره مياشت په يوه خبري ناسته کې ويلي و، چې افغانستان د امنيتي سکټور لپاره هر کال ٦ ميليارده امريکايي ډالرو ته اړتيا لري.

خو ولسمشر حامد کرزي د غويي په ١٤مه وويل، امريکا چمتووالى ښودلى چې د افغانستان له امنيتي سکټور سره هر کال ٢،١ ميليارد ډالره مرسته وکړي.

ولسمشر کرزي ويلي وو، چې په روانه مياشت کې به د شيکاګو په غونډه کې د افغانستان له امنيتي سکټور سره هر کال د دوه ميليارده ډالرو مرستې اعلان وشي.

ټاکل شوې چې د روانې مې مياشتې په ٢٠مه او ٢١مه په شيکاګو کې د ناټو د غړو هېوادونو د مشرانو غونډه جوړه شي.

د کرزي په وينا، د امريکا متحدو ايالتونو ويلي، چې که د شيکاګو په کنفرانس کې د ناټو غړي هېوادونه ياده مرسته اعلان نه کړي، نو امريکا چمتو ده چې دغه پيسې هم د افغانستان د امنيتي سکټور د پياوړي کېدو لپاره مرسته وکړي.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version