ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګه به د توکيو کنفرانس د ژمنو شوو مرستو جدي څارنه کوي

ولسي جرګه به د توکيو کنفرانس د ژمنو شوو مرستو جدي څارنه کوي

author avatar
11 Aug 2012 - 14:53
ولسي جرګه به د توکيو کنفرانس د ژمنو شوو مرستو جدي څارنه کوي
author avatar
11 Aug 2012 - 14:53

کابل (پژواک، ٢١ زمرى ٩١): ولسي جرګه به د توکيو په کنفرانس کې له افغانستان سره د ژمنه شويو پيسو جدي څار وکړي، ترڅو پر خپل ځاى او رڼې ولګول شي.

دغه څرګندونې د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي د زمري په ٢١مه د دې جرګې په هغې عمومي استماعيه غونډه کې وکړې، چې د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمي رسول او د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال هم په کې ګډون درلود.

ياد حکومتي مسوولين نن د ولسي جرګې عمومي غونډې ته په دې موخه غوښتل شوي وو، څو د توکيو د کنفرانس د لاسته راوړنو په اړه د جرګې غړيو ته معلومات ورکړي.

د جاپان په مرکز توکيو ښار کې د تېرې مياشتې په اتلسمه د افغانستان په اړه نړيوال کنفرانس جوړ شو، چې شاوخوا ٧٠ هېوادنو او مرسته کوونکو سازمانونو په کې برخه اخيستى وه.

په دې غونډه کې تر راتلونکو څلورو کلونو پورې له افغانستان سره د ١٦ ميليارده امريکايي ډالرو د مرستو ژمنې وشوې.

د ولسي جرګې په استماعيه غونډه کې د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمي رسول وويل، چې دغه مرستې به تر ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو پورې د افغانستان د سياسي او مالي بنسټونو د پياوړي کولو لپاره ادامه ولري.

هغه زياته کړه: ((يادې پيسې به له موږ سره دا مرسته وکړي، چې د افغانستان خلکو ته ښه خدمتونه وړاندې کړو او هغې موخې ته ،چې پر خپلو پښو درېدل دي، ورسېږو.))

د نوموړي په وينا، د توکيو د کنفرانس په پاى کې د يادو مرستو د لګولو لپاره د يو چوکاټ د جوړېدو پرېکړه وشوه، چې له مخې افغان حکومت بايد حساب ورکوونکي وي.

ډاکټر زلمي رسول وويل، چې د توکيو د کنفرانس د مرستو پر ښه ځاى د لګولو لپاره به د همغږۍ او څارنې يوه کمېټه جوړ ه شي.

د بهرنيو چارو وزير زياته کړه، چې د توکيو د مرستو د ارزونې په موخه د دغه کنفرانس د غړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو غونډه د لومړي ځل لپاره په ٢٠١٣ کال کې جوړه شي.

هغه وايي، چې دغه راز د هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران به هم د لومړي ځل لپاره په ٢٠١٤ کې په انګلستان کې غونډه وکړي او تر هغه وروسته به په هرو دوو کلونو کې يوه غونډه کوي.

د ولسي جرګې په ياده غونډه کې د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال وويل، چې د توکيو کنفرانس د افغانستان د پرمختګ او پر ځان د بساينې لپاره يو بنسټ کېښود.

د زاخېلوال په وينا، د توکيو په کنفرانس کې د افغانستان ټول لومړيتوبونه مطرح شوي او مرستې به هم پر همدغو لومړيتوبونو ولګول شي.

هغه زياته کړه: ((که بهرنيان په کومه برخه کې مرسته وکړي او هغه زموږ په لومړيتوب کې نه وي، افغان حکومت کولاى شي، چې رد يې کړي.))

زاخېلوال وويل، چې د توکيو کنفرانس د افغانستان په اړه له جوړ شوو نورو کنفرانسونو څخه د دې لپاره توپير درلود، چې د دغه کنفرانس لپاره له اوله افغان حکومت برنامه جوړه کړې وه.

د هغه د معلوماتو له مخې، د افغان حکومت په برنامه کې ښه حکومتوالي، د بنسټونو، کرنې، بشري زېرمو او خصوصي سکټور د پياوړي کولو ترڅنګ نورې برنامې هم شاملې وې.

دى وايي، چې افغان حکومت له خپلې برنامې سره سم په ياد کنفرانس کې ژمنه وکړه، چې د ازاد، شفافه او عادلانه ټاکنو لپاره به د زمينې د برابرولو ترڅنګ به ښه حکومتوالي هم رامنځته کوي.

د ماليې وزير وويل، چې له اداري فساد سره جدي مبارزه، د مالي نظام ښه والى، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي لرې کول، بشري حقونو ته درناوى او په ټولو برخو تلپاتې پرمختيا هم د افغانستان له ژمنو څخه وې، چې د توکيو کنفرانس له ګډونوالو سره يې وکړې.

زاخېلوال زياتوي، چې د افغانستان د ژمنو پر وړاندې د کنفرانس ګډونوالو هم ژمنه وکړه، چې د خپلو مرستو ٥٠سلنه به د افغان دولت د بودجې له لارې لګوي.

هغه وويل، چې نړيوالې ټولنې دا ژمنه هم وکړه، چې مرستې به د افغانستان د لومړيتوبونو پر اساس کوي.

د ولسي جرګې د نننۍ غونډې په پاى کې د دې جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي وويل، چې په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې نه د نړيوالې ټولنې له خوا او نه هم د افغان حکومت له لوري د مرستو لګولو بهير شفاف و.

هغه وايي، چې تر دې وروسته او په ځانګړي ډول د توکيو کنفرانس د مرستو د لګولو څارنه به دغه جرګه په جدي ډول تعقيب کړي.

د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د توکيو په کنفرانس کې امريکا، جاپان، بريتانيا، کاناډا او المان تر نورو هېوادونو د زياتو مرستو اعلان کړى دى.

د يادونې ده، چې شاوخوا دوه نيمې مياشتې مخکې د امريکا په شيکاګو ښار کې د ناټو د سرمشريزې غونډې پر مهال د افغان ملي ځواکونو لپاره هر کال د څلور اعشاريه يو ميليارد ډالرو مرستې اعلان شوی و.

د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړى، چې د کلنيو لګښتونو لپاره د کال شپږ ميليارده ډالرو ته اړتيا ده، چې دوه ميليارده له کورنيو عوايدو څخه ترلاسه کېږي او څلور ميليارده نور د نړيوالې ټولنې مرستو ته اړتيا لري.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.