پل علم (پژواک ١٠ غبرګولى ٩١): د لوګر ولايت مسؤولين وايي، چې د دغه ولايت په خوشي ولسوالۍ کې دوه زلميان د ماين په چاودنه کې ووژل شول، خو د سيمې خلک بيا وايي، چې دغه دوه تنه د اردو د سرتېرو له خوا پر ډزو وژل شوي دي.
د لوګر د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال رييس خان صادق پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن (د غبرګولي ١٠مه) سهار د خوشي ولسوالۍ په دوبندي سيمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړى وايي، چې ياد دوه ځوانان د ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.
خو د خوشي ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې ياد دوه تنه د ملي اردو د سرتېرو په ډزو کې وژل شوي دي.
د دې ولسوالۍ د دوبندي سيمې يو قومي مشر حاجي ابراهيم پژواک اژانس ته وويل: ((دوو ځوانانو خپل څاروي څرول، چې د ملي اردو سرتېرو پرې ډزې وکړې.))
نوموړى وايي، چې د وژل شوو کسانو عمرونه د ١٥ او ١٦کلونو ترمنځ وو او د ملي اردو ځواکونه بايد په دې اړه ځواب ووايي.
خو د خوشي ولسوال دا ادعاګانې په کلکه رد کړې.
بسم الله خوشي وال پژواک ته وويل، چې وژل شوي دوه ځوانان د ماين په چاودنه کې، چې په سيمه کې پخوانى پاتې و، ووژل شول.
همداراز د ٢٠٣تندر قول اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال عبدالرازق ساپي پژواک ته وويل، چې دغو کسانو ماين ځاى پرځاى کاوه او د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.
ساپي په داسې حال کې، چې د ملي اردو سرتېرو له لوري د يادو ځوانانو وژل يې په کلکه رد کړل وويل، د څېړنې د ډلې پايلې ښيي، چې په دغو کسانو خپل خښ شوى ماين الوتى دى.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د لوګر پر بره کي برک ولسوالۍ باندې د وسلوالو طالبانو په راکټي بريد کې يو ملکي وګړى ووژل شو او د يوې ښځې په ګډون شپاړلس تنه ټپيان شول.
Views: 9
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن