کابل (پژواک ١١ غبرګولى ٩١): ترکيې د افغانستان د عامې روغتيا له وزارت سره د پنځو امبولانسونو او د جراحۍ د ځينو وسايلو مرسته وکړه.
د ترکيې سفير بسات اوزترک نن په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې دغه امبولانسونه او وسايل ٥٠٠ زره امريکايي ډالره ارزښت لري.
د عامې روغتيا وزيرې ډاکتر ثريا دليل وويل، چې له يادو امبولانسونو څخه يو يې په کابل کې د اتاترک روغتون، يو د بلخ د شورتپې ولسوالۍ روغتيايي مرکز، بل يې د فارياب د اندخوى ولسوالۍ روغتيايي مرکز او دوه نور به يې د ميدان وردګو ولايت مرکزي روغتون ته ورکړل شي.
سرچينې د جراحۍ اړوند د يادو وسايلو په اړه د نورو معلوماتو له ورکولو پرته وويل، چې دغه وسايل به په کابل کې د اتاترک روغتون ته ورکړل شي.
د دې په وينا، په کابل کې د اتاترک روغتون چې د ماشومانو د درملنې په برخه کې فعاليت لري، د کورنيو جګړو پر مهال زيانمن شوى او نورو مرستو ته هم اړتيا لري.
دغه روغتون له ١٣٧٢ کال راهيسې د ترکيې له خوا تمويليږي.
په کابل کې د ترکيې سفارت د معلوماتو له مخې، ياد هېواد په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې له افغانستان سره د پوهنې او روغتيا په برخه کې ٢٥٠ ميليونه امريکايي ډالر مرسته کړې ده.
ترکيه دا مهال په افغانستان کې د ايساف په چوکاټ کې نږدې ١٨٠٠ سرتېري هم لري.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن