ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي اردو پنځه سرتېري ووژل شول

2 Jun 2012 - 11:37
2 Jun 2012 - 11:37

کابل ( پژواک ١٣ غبرګولى ٩١ ) : د ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د امنيتي پېښو پر مهال د ملي اردو د پنځو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ.

په کابل کې د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر لخوا د غبرګولي په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل  شوي، چې ياد سرتېري په تېرو ٢٤ ساعتونو کې وژل شوي دي.

سرچينې زياته کړه ، چې د امنيتي دندو پر مهال د ماين د چاودنو او د مخالفينو د بريدونو له امله په غزني ، پکتيا،کندهار او بادغيس ولايتونو کې د ملي اردو پنځه سرتېري وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت وايي ، چې په دغو پېښو کې د ملي اردو څلور سرتېري ټپيان شوي هم دي،خو دفاع وزارت د ټپي سرتېرو د روغتيايي حالت په اړه څه نه دي ويلي.

په خبرپاڼه کې راغلي ، چې د ملي اردو ځواکونو د بېلابېلو عملياتو پر مهال د ګڼ شمېر وسلو او مهماتو ترلاسه کولو ترڅنګ ١٥ حلقې ماينونه هم شنډ کړي دي.

ديادونې ده،چې په دې وروستيوکې دهېواد په بېلابېلو سيموکې د بهرنيو سرتېرو ترڅنګ د کورنيو سرتېرو د مرګ ژوبلې کچه هم لوړه شوې ده.

تېره اونۍ د هېواد په بېلابېلو سيمو کې دملي اردو له ٢٠ زياتو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version