کابل (پژواک ٩ غبرګولى ٩١): د ملي دفاع وزارت وايي، چې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ملي اردو پنځه سرتېري وژل شوي او اوه نور ټپيان دي.
د ملي دفاع وزارت د مطبوعاتي دفتر له خوا د غبرګولي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه مرګ ژوبله په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د ملي اردو ځواکونو ته اوښتې ده.
سرچينې زياته کړې، چې د ماين چاودنو او د وسلوالو مخالفينو د بريدونو له امله د هرات په کشک کهنه ولسوالۍ کې د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي او اوه نور يې ټپيان دي.
دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي اردو درې نور سرتېري د پکتيکا د برمل ولسوالۍ اړوند سيمه کې وژل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت د ټپي سرتېرو د روغتيايي حالت په اړه څه نه دي ويلي.
ياد وزارت دغه راز ويلي، چې د ملي اردو ځواکونو د دندو پر مهال په بېلابېلو سيمو کې ګڼ شمېر وسلې، مهمات او نشه يي توکي هم ترلاسه کړي دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن