ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د ويسټ انډيز په کرکټ سياليو کې ګډون کوي

5 Jun 2012 - 15:08
5 Jun 2012 - 15:08

کابل (پژواک ١٦ غبرګولى ٩١): ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکـټ ملي لوبډله په ويسټ انډيز کې د کرکټ په شل اووريزو سياليو کې ګډون وکړي.

دغه څرګندونې د افغانستان د کرکـټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر حامد شينواري د غبرګولي په ١٦مه د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.

هغه زياته کړه، چې دا سيالۍ د روان زېږديز کال د اګست په مياشت کې د ويسټ انډيز په ټرينډاډ اينډ ټوباکو (ټي. اېن. ټي) ايالت کې پيليږي، چې په کې د دغه ايالت ترڅنګ د افغانستان، بنګله دېش او د ويسټ انډيز د بل ايالت جميکا لوبډلې برخه اخلي.

نوموړى وايي، چې دا سيالۍ د ټي اېن ټي ايالت د ازادۍ د پنځوسمې کاليزې په مناسبت په لاره اچول کېږي.

د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس دغه راز وويل، چې په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان د کرکټ الف لوبډله د هندوستان بنګلور ښار ته سفر وکړي او په دغه ښار کې به د کرکټ په څلور ورځنيو سياليو کې برخه واخلي.

د هغه په وينا، په يادو سياليو کې د افغانستان ترڅنګ د نيپال او شپږ هندي لوبډلې برخه اخلي.

ډاکټر حامد شينواري له خبري غونډې وروسته پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په نږدې راتلونکي کې به په هندوستان کې د ښوونځيو د لوبډلو ترمنځ د کرکټ شل اووريزې نړيوالې سيالۍ ترسره شي.

نوموړي زياته کړه، چې په دغو سياليو کې د ګډون په موخه افغانستان ته هم بلنه ورکړل شوې او له افغانستان څخه به د ښوونځيو دوه لوبډلې په دغو سياليو کې ګډون وکړي.

د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس وويل، چې دوى به د ټول هېواد د ښوونځيو په کچه سيالۍ په لاره واچوي او له دې لارې به يادو سياليو ته دوه لوبډلې غوره کړي.

نوموړي د افغانستان د کرکټ د ١٩ کلنو او ملي لوبډلې د راتلونکو سياليو په اړه وويل، چې په روان کال کې ډېرې مهمې نړيوالې سيالۍ په مخکې لري.

هغه زياته کړه، چې دواړه لوبډلې د نړيوالو اتلوليو په سياليو کې ګډون کوي او د دغو سياليو لپاره بشپړې تياريانې پيل شوې دي.

ډاکټر حامد وويل، چې په همدې موخه يې له ځينو نړيوالو روزونکو سره خبرې پيل کړې، څو د لوبغاړو وړتياوې لوړې کړي.

نوموړى وايي، چې د هېواد ملي لوبډله په روانه مياشت کې ايرلينډ ته ځي او هلته به د لويو وچو يا انټرکانټنينټال سياليو په لړ کې له کوربه هېواد سره سيالۍ ترسره کوي.

دغه راز هغه زياته کړه، چې د هېواد د ١٩ کلنو لوبډله به په اسيايي سياليو کې د ګډون په موخه ماليزيا ته سفر وکړي.

د هغه په وينا، د اسيايي سياليو لپاره د ١٩ کلنو لوبډله له تېرو څو مياشتو راهيسې په تمريناتو او روزنې بوختې وه او ډېر ژر به يې لوبـډله هم اعلان شي.

ډاکټر حامد شينواري وويل، چې د هېواد ملي لوبډله د روان کال په نومبر مياشت کې په سريلانکا کې د کرکټ د ٢٠ اورويزو سياليو په نړيوال جام کې ګډون کوي.

دغه راز هغه زياته کړه، چې د هېواد د ١٩ کلنو ملي لوبډله به له اسيايي وروسته په اسټراليا کې د ١٩ کنو لوبډلو په يو ورځنيو نړيوالو سياليو کې هم ګډون وکړي.

د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس وايي، چې په هېواد کې دننه کورني کرکټ ته د ودې ورکولو په موخه په پلان کې لري چې په بېلابېلو وختونو کې درې ورځنۍ، يوه ورځنۍ شل اووريزې سيالۍ په لاره واچوي.

هغه زياته کړه، چې له په سياليو سره دوى کولى شي د هېواد ملي لوبډلو ته پياوړي لوبغاړي ومومي.

ډاکټر حامد شينوارى وايي، چې ډېر ژر به د ٣٢ ولايتونو ترمنځ د کرکټ ٢٠ اووريزې سيالۍ په لاره واچول شي چې له ټلويزيون څخه به په ژوندۍ بڼه خپره شي.

نوموړي وويل، چې کرکټ بورډ په خپلو پښو د درېدو، د عوايدو ډېرولو او د اقتصاد د پياوړي کېدو په موخه د دغو سياليو ټلويزيوني حقوق پلوري او په لوبغالو کې به هم پر مينه والو د ټکټونو د پلور له لارې ډېرې پيسې ترلاسه کړي.

د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس زياته کړه، چې راتلونکې اونۍ به په کابل کې د هېواد د ملي او ١٩ کلنو لوبدلو ترمنځ درې يو ورځنۍ لوبې ترسره شي، چې د اريانا ټلويزيون له لارې به په ژوندۍ بڼه خپرې شي.

د افغانستان کرکټ بورډ د مهارتونو د لوړولو د څانګې مسوول بشير ستانکزى وايي، چې دوى لا د مخه اسټراليايى روزونکى جيف لاوسن د ١٩ کلنو لوبډلې د روزونکي په توګه ټاکلى، دغه راز هندوستانى اميش پټوال يې هم د توپ وهنې په برخه کې د روزنکي په توګه ګومارلى دى.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې له بل اسټراليايي روزونکى ډېوېد ډاير سره يې هم خبرې پيل کړې، څو د ملي لوبډلې لپاره د فزيکي ټرينر په توګه وټاکل شي.

Views: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version