ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ ملي لوبډله ويسټ انډيز ته روانه شوه

2 Sep 2012 - 15:28
2 Sep 2012 - 15:28

کابل (پژواک ١٢ وږى ٩١): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په يو لړ سياليو کې د ګډون په موخه نن له متحده عربي اماراتو څخه ويسټ انډيز ته روانه شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا د وږي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ملي لوبډله په ويسټ انډيز سياليو کې د ګډون په موخه له څو ورځو راهيسې د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي کې په تمرينونو بوخته وه.

هغه زياته کړه، چې ملي لوبډله په يو لړ سياليو کې د ګډون په موخه نن له غرمې مخکې له اماراتو څخه د ويسټ انډيز په لوري وخوځېده.

د افغانستان کرکت بورډ د لوړو مهارتونو د څانګې مسوول بشير ستانکزي پژواک اژانس ته وويل، چې دا سيالۍ د ويسټ انډيز د يوه ايالت ټرينډاډ اينډ ټوباکو د خپلواکۍ ترلاسه کولو د نمانځلو په مناست په لاره اچول کېږي.

هغه زياته کړه، چې په دې  شل اووريزو سياليو کې  د افغانستان، بنګله دېش او د ويسټ انډيز د ټرينډاډ او باربډوس ايالتونو لوبډلې برخه اخلي.

د نوموړي په وينا، د افغانستان ملي لوبډله به  د وږي په ١٥مه، له يوې ځايې لوبډلې سره تمريني لوبه ترسره کوي.

ستانکزي وويل، چې د افغانستان ملي لوبډله د وږي په ١٦مه له ټرينډاډ، په ١٧مه، له بنګله دېش په ١٨مه، له باربډوس لوبډلې سره لوبه ترسره کړي.

د ويسټ انډيز سياليو لپاره  د افغانستان لوبډله په لاندې ډول ده.

نوروز منګل (کپتان) دولت ځدراڼ، ګلبدين نايب، حميد حسن، عزت الله دولتزى، کريم صادق، جاوېد احمدي، نسيم بړېڅ، محمد نبي، محمد شهزاد، اصغر ستانکزى، نجيب الله ځدراڼ، سمېع الله شينوارى، شفيق الله شفق او شاه پور ځدراڼ.

 د يادونې وړ ده، چې افغانستان تېر کال هم د وېسټ له يادو لوبډلو سره سيالۍ ترسره کړې وې.

ويسټ انډيز ته د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دا درېيم سفر دى، له دې مخکې د ٢٠١٠ شل اووريز نړيوال جام په سياليو کې د ګډون په موخه هم ملي لوبډله دغه هېواد ته تللې وه.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version