ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“حزب همبستگى افغانستان” څارنوالۍ ته پېژندل شوى دى

کابل (پژواک١٦غويى٩٢): مشرانو جرګه وايي، چې له لويې څارنوالۍ څخه يې ځکه د “حزب همبستگى افغانستان” ګوند د فعاليت د تعليق غوښتنه کړې، چې تېره مياشت يې په خپل لاريون کې د غويي اتمه د ملي ماتم ورځ وبلله.

” حزب همبستگى افغانستان ” د تېرې مياشتې په ٨ مه په کابل کې لاريون وکړ او  په خپلو شعارونو کې يې د غويي اوومه او اتمه شومې او د ملي ماتم ورځې يادې کړې وې.

د ١٣٥٧ کال د غويي مياشتې اوومه نېټه هغه ورځ ده، چې په افغانستان کې د شوروي اتحاد ملاتړو کمونېست پلوه ډلو، د سردار محمد داوود خان حکومت د يوې کودتا په ترڅ کې ړنګ او د چارو واګې يې په خپل لاس کې واخيستل.

خو د غويي اتمه بيا د شورويانو او کمونېستانو پروړاندې تر څوارلس کلنې مبارزې وروسته د افغان مجاهدينو د برياليتوب ورځ ده، چې د ډاکټر نجيب الله حکومت يې نسکور کړ او پر کابل واکمن شول.

خو مجاهدينو بيا تر برياليتوب وروسته خپلمنځي جګړې پيل کړې، چې له امله يې د کابل ډېرى برخې ويجاړې شوې او په زرګونو اوسېدونکي په کې  ووژل شول.

حزب همبستگى افغانستان هم وايي، چې همدې ورانيو او وژنو ته په کتو يې دواړه ورځې د ملي ماتم ورځې بللې دي او د درې لسيزو جګړو د جنايتکارانو محاکمه يې غوښتې  ده.

خو مشرانو جرګې ويلي، چې د دغه ګوند عمل د افغانستان د خلکو جهاد ته سپکاوى بلل کېږي او د اساسي قانون د ٥٩ مې مادې پر ضد دى.

په ياده ماده کې راغلي، چې هېڅوک نه شي کولاى د اساسي قانون له حقونو او ازاديو څخه په ناوړه ګټه اخېستنې سره، د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتيا، او ملي يووالي پر ضد عمل وکړي.

د مشرانو جرګې د تقنيني، عدلي او قضايي چارو کمېسيون دوه اونۍ مخکې د يوه مکتوب له لارې له عدليې او کورنيو چارو وزارتونو غوښتي ،چې موضوع وڅېړي او  د لويې څارنوالۍ لخوا د څېړنو تر بشپړېدو پورې د ياد ګوند فعاليت تعليق کړي.

د يادګوند د رهبرۍ شورا غړي حفيظ الله راسخ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له عدليې وزارت څخه يې فعاليت نه دى تعليق شوى، خو مکتوب يې ورلېږلى ، چې د ګوند مسوولين يې څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.

 خو هغه زياتوي، چې تردې مهاله يې له لويې څارنوالۍ څخه کوم څه نه دي ترلاسه کړي.

راسخ د مشرانو جرګې خبره، چې د دوى د ګوند لخوا اتم د ثور ته د ماتم ورځ ويل، ګواکې جهاد ته سپکاوى دى، رد او زياته يې کړه، چې جهاد ورته سپېڅلى دى او د دغه ګوند ډېرو غړيو په جهاد کې برخه اخيستې ده.

نوموړي زياته کړه: ((اتم د ثور د خپلواکۍ ورځ نه ده، د دې ورځې پايله ټولو ته څرګنده ده. موږ په هېڅ توګه د جهاد د سپکاوي غوښتونکي نه يو، زموږ د ګوند غړيو په جهاد کې ګډون کړى دى، موږ ورته احترام لرو، ملاتړ او دفاع يې کوو، خو چا چې له جهاد او دين څخه ناوړه ګټه پورته کړې او جنايت يې کړى بايد محاکمه شي.))

راسخ وويل، چې د ګوند غړي يې له محکمې وېره نه لري او چمتو دي، چې په محکمه کې د خپلو خبرو سپيناوى وکړي.

د ده په خبره، په تېرو درې لسيزو جګړو کې جنايتونه شوي، په زرګونو کابل ښاريان وژل شوي او همداراز د خلکو پر سرونو مېخونه ټک وهل شوي دي.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د لويې څارنوالۍ او عدليې وزارت نظر هم واخلي، خو بريالى نه شو.

د “حزب همبستگى افغانستان” ګوند د محمد داوود رزمک په مشرۍ په ١٣٨٣ کال کې په افغانستان کې رسماً په فعاليت پيل وکړ، چې د راسخ په وينا ، د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې د ٢٥ زرو په شاوخوا کې غړي لري.

Views: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version