ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

همدرد : د هیواد د تجزیې په موخه ځینې ایتلافونه جوړ شوي دي

8 Jun 2012 - 18:55
8 Jun 2012 - 18:55

مزارشريف (پژواك ۱۹ غبرګولی ۹۱ ) : د پكتيا والي جمعه خان همدرد وويل، چې په هېواد كې ځينې ايتلافونه د بهرنيو هېوادونو په مرسته جوړ شوي، چې د افغانستان د تجزيه كېدو هڅې كوي.

نوموړي دغه څرګندونې د غبرګولي په ۱۹مه، د بلخ ولايت په مركز مزارشريف كې دولت سره راجستر شوي حزب اسلامي ګوند لخوا جوړې شوې غونډې ته د خپلې وينا په ترڅ كې وكړې.

 د حزب اسلامي ګوند له تېرو څو كلونو وروسته په لومړي ځل په شمال كې د سولې او ملي يووالي تر سرليك لاندې غونده وكړه، چې د هېواد له بېلا بېلو ولايتونو څخه پكې نږدې درې زره كسانو ونډه اخيستې وه.

په غونډه كې د حزب اسلامي ګوند رهبري شورا غړيو، د هېواد د ډېرې ولايتونو د ولايتي شوراګانو مشرانو او يو شمېر جهادي شخصيتونه ګډون كړى وو.

 په شمال كې د حزب اسلامي پخواني جهادي قومندن او اوسمهال د پكتيا والي جمعه خان همدرد د غونډې ګونډوالو ته خپلو خبرو په ترڅ كې وويل، چې حزب اسلامي ګوند د فدرالي نظام مخالف دى، ځكه چې دغه نظام هېواد د تجزيې په لور بيايي.

 نوموړي زياته كړه: ((په دې وروسيتو كې په هېواد كې د يو شمېر بهرنيو هېوادونو پر مټ ځينې ايتلافونه جوړ شوي، چې د افغانستان د تجزيې كېدو هڅې كوي.))

د هغه په وينا دوى د ملي يووالي او ملي روغې جوړې لپاره هڅې كوي او د اخپله دنده ګڼي، چې د هېواد د تجزيې مخه ونيسي.

 همداراز همدرد پر دولت نيوكه وكړه، چې سربېره پر دې چې د تېرې لسيزې په اوږدو كې د حزب اسلامي ګوند غړيو له دولت سره هړاخيزه همكاري درلوده خو بيا هم دولت ورته په پوره ازښت نه دى كتلي.

 نوموړي زياته كړه، چې تر دې، چې كله د حزب اسلامي ګوند كوم غړى د چا لخوا ووژل شي نو دولت يې په اړه د تسليت يو پيغام هم نه خرپوي.

 همداراز په غونده كې د حزب اسلامي ګوند مشر عبدالهادي ارغنديوال د خپلو خبرو په ترڅ كې د راتلونكې ټاكنې د هېواد لپاره برخليك ټاكنې مرحله وګڼله او پر خلكو يې غږ وكړ چې په پراخه توګه پكې ونډه واخلي.

 نوموړي زياته كړه، چې دوى به د ولايتي شوار او ولسي جرګې په ټاكنو كې په پوره توګه برخه اخلي او خپل كسان هم كانديدوي.

د هغه په وينا په ولسمشريزو ټاكنو كې به يا د كوم سالم كانديد ملاتړ كوي او يا به پخپله كانديد وركوي.

 د بلخ ولايت د ولايتي شورا ريس ډاكټر افضل حديد، چې په ياده غونډه كې يې ګډون كړى و، د خپلو خبرو په ترڅ كې حزب اسلامي له سترو جهادي ګوندونو څخه وګاڼه.

 نوموړي پر دغه ګوند باندې غږ وكړ، چې بايد له نورو جهادي ګوندونو سره د خپلو اړيكو د ښه كېدو هڅه وكړي او هغه لرې والى چې د بېلا بېلو لاملونو له امله د جهادي ګوندونو ترمنځ پيدا شوى لرې كړي.

 هادي ارغنديوال وويل، چې دا په هېواد كې د دوى د سترو غونډو د جوړېدو پيل دى، په پام كې لري، چې د هېواد په بېلا بېلو څنډو كې د ملي يووالي او سولې په موخه همداسې غونډې جوړې كړي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version