ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار د ملکي روغتون يو شمېر ډاکټرانو اعتصاب کړى

9 Jun 2012 - 16:48
9 Jun 2012 - 16:48

جلال اباد (پژواک ٢٠ غبرګولى ٩١): د ننګرهار ولايت په ملکي روغتون کې د اورتوپيدي څانګې ډاکټرانو په دې برخه کې د کمو امکاناتو او درملو د نه شتون په پلمه کار بنديز وکړ.

د اعتراض کوونکو ډاکټرانو مشر ډاکټر نوروز شينواري د غبرګولي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له درېيو کلونو راهيسې د کډوالو ګڼ شمېر بېرته راستنېدولو، ترافيکي پېښو ډېروالي او کم طبي پرسونل د دوى د کار پر وړاندې ستر خنډونه را پورته کړي دي.

هغه زياته کړه، په داسې حال کې چې يواځې تېره مياشت د اورتوپيدۍ څانګې ته درې زره پنځه سوه اته اتيا تنه ناروغان راغلي، د دوى د ټولې څانګې ډاکټرانو شمېر دوولس تنو ته رسېږي، چې د روغتيايي قوانينو له مخې بسنه نه کوي.

د نوموړي په وينا، په منځنۍ کچه د هډوکو په برخه کې د ورځې شل عملياتو ترسره کوي، چې مجهزه عمليات خانه، انستيزي، د جراحي عملياتو وسايل او کافي درمل نه لري.

ډاکټر نوروز وويل، چې تر هغه به خپل اعتراض ته ادامه ورکوي، څو يې ټولې غوښتنې نه وي پوره شوې.

نوموړي زياته کړه، سره له دې چې د هلت نيټ موسسې له عامې روغتيا وزارت څخه د دغه روغتون اکمال او تجهيز د کال په درې ميليونه يورو اخيستى، خو ناروغانو ته درمل نه ورکوي، صحي خدمتونه يې معياري نه دي، تر دې چې په سخته ګرمۍ کې د متخصصو ډاکترانو په خونو کې سړوونکي وسايل هم نشته.

د همدغې څانګې يو بل ډاکټر، خالد پژواک ته وويل، چې درې ورځې وړاندې يې د يو پرېکړه ليک په بڼه ټولې ستونزې په ليکلې ډول د عامې روغتيا تر رييسه رسولې، خو د هغه له لوري هم هېڅ ځواب نه دى معلوم شوى.

د عامې روغتيا روغتون د ايکسرې د برخې مشر حاجي راز محمد پژواک ته وويل، چې نن يې هم اويا تنو ناروغانو ته ايکسرې ايستلې، خو يواځېنۍ ستونزه يې دا ده چې په دغه پرمختللي وخت کې د ډيجيټل ايکسرې اسانتياوې نه لري.

يوه ناروغ لرونکي برات ګل، چې د کونړ د پېچ درې اوسېدونکى دى پژواک ته وويل، د زوى يې، چې د ملي اردو سرتېرى دى، په ټکر کې ښۍ پښه ماته شوې ده.

برات ګل شکايت وکړ، چې يوه پاکټ ګولۍ او يوه ستن هم چا ورته وړيا نه ده ورکړې.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد پژواک ته وويل، چې د عامې روغتيا وزارت د اصولو له مخې بايد يو حوزوي روغتون څلور سوه پرسونل ولري، خو د ننګرهار ولايت په روغتون کې پنځه سوه څلوېښت تنه دنده ترسره کوي.

نوموړي ومنله، چې د روغتون ودانۍ دېرش کلنه، زړه او له کاره لوېدلې او دغه ډول د روغتيا وزارت ننګرهار ته د يو نيم ميليون نفوس اټکل له مخې روغتيايي خدمتونه ورکوي، چې پر وينا يې اوس مهال دغه روغتون د ټولو ختيځو ولايتونو سروبي، د لوګر د ازرې او د کاپيسا د تګاب ولسواليو په ګډون نږدې لس ميليونه وګړو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي.

بازمحمد شېرزاد زياته کړه، چې د سلو بسترونو پر ځاى په دغه روغتون کې هره ورځ شپږ سوه تنه بستر وي او وزارت د راتلونکي کال لپاره پلان لري، چې د ٢٥ ميليونو امريکايي ډالرو په لګښت زر بستريز روغتون جوړ کړي.

نوموړي وويل، چې د ډاکټرانو کار بنديز د قانون خلاف عمل دى، ان تر دې چې د عاجلې خونې له ناروغانو سره يې هم پرېکون کړى دى.

بازمحمد معترض ډاکټران شر اچوونکي وبلل، چې نور ډاکټران يې هم په زور له کاره منعه کړي دي.

هغه زياته کړه، چې د اورتوپيدي ډاکټرانو غوښتنې يې په مکتوبي بڼه وزارت او هلت نيټ موسسې ته سپارلې دي.

بازمحمد هيله څرګنده کړه، چې ډېر ژر به د ټلويزيوني معايناتو لپاره دوه نور ډاکټران پر دندو وګوماري چې بستونه يې له وړاندې اعلان شوي او هم به په يوه اونۍ کې د ايکسرې نوى ماشين راوړي.

د روغتيا رييس وويل، چې د فلورو سکوپ په نوم نوى ماشين يې په عمليات خونه کې نصب کړى، چې د هډوکو کمپيوټري عکس اخلي او ارزښت يې هم له ايکسرې ماشينه لوړ دى.

د عامې روغتيا رييس له وزارته غوښتنه وکړه، چې د ختيځو ولايتونو لپاره دې د اورتوپيدي او تروما يو روغتون جوړ کړي.

نوموړي زياته کړه، تېر کال يواځې په ننګرهار ولايت کې درې زره درې سوه څلوېښت تنو ته په ترافيکې پېښو کې مرګ ژوبله اوښتې وه.

د عامې روغتيا رييس د رسنيو خبريالانو ته د روغتون بېلابېلې څانګې ور وښودې، چې ګڼ کارونه په کې ترسره شوي او ځينې چارې لا تر کار لاندې وې.

د يادونې ده، چې د نړيوال روغتيايي جال (هيلت نيټ) موسسه د ختيځ زون د روغتونونو سرپرستي کوي، چې هر کال يې پر وړاندې د فساد، درغلۍ او ښو خدمتونو د نه وړاندې کولو په غبرګون کې اعتراضونه را پورته کېږي.

Views: 23

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version