جلال اباد (پژواک ١٧ چنګاښ ٩١): د ننګرهار يو شمېر اوسېدونکي، چې د دغه ولايت د ملکي روغتون مخې ته راټول شوى وو، د روغتيايي اسانتياوو له نشتوالي او د ډاکټرانو له ناسم چلنده يې شکايت کاوه.
دغو خلکو د چنګاښ په ١٧مه د ملکي روغتون په ودانۍ کې د ګوزڼ د کمپاين پيلېدو پر مهال د ګڼ شمېر ژورنالېستانو پر وړاندې دغه شکايت وکړ.
له خوګياڼو ولسوالۍ راغلى ٦٠ کلن ببرک ستانکزي د عامې روغتيا د روغتون د رييس پر وړاندې خبريالانو ته وويل، چې له شپږو ورځو راهيسې يې کوچنى ماشوم په روغتون کې بستر دى، خو هېچا يې پوښتنه نه ده کړې.
هغه زياته کړه: ((ډاکټران يې نه ګوري او کله چې ډاکټر پسې ولاړ شم، هغوى راته ستغې سپورې وايي.))
د لغمان د قرغيو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي ثناء ګل چې کوچنى ماشوم يې هر وخت وينه کموي او هغه ته د وينې ورکولو په موخه روغتون ته راغلى و، پژواک اژانس ته وويل: ((د وينې د بانک مسوول په بد چلند او ټېله کولو له خپلې خونې و ايستم.))
ثنا ګل وويل، چې د وينې بانک له وينې ډک دى، محصلين بانک ته وړيا وينه ورکوي خو د روغتون ډاکټران د ده مريض ته وينه نه ورکوي.
نوموړي زياته کړه، له تېرو دوو ورځو راهيسې په دغه روغتون کې تر لسو زيات ماشومان مړه شوي دي.
د خوګياڼو يوه بل اوسېدونکي ايمل پژواک ته وويل، چې وړمه شپه يې يو کوچنى ماشوم مار چيچلى و، خو د روغتون ډاکټرانو نه بستراوه.
نوموړي زياته کړه: ((اړه شوم، مريض مې کور ته ولېږه، خو د شپې ٢ بجې مې بيا د کوما په حالت کې روغتون ته راوست.))
ايمل وايي، چې يوه ډاکټر ورته په تنده لهجه وويل: ((ناروغ دې په واسطه بستر کړ؛ خو زه يې درملنه نه کوم.))
دغه مريض لرونکى وايي، چې له بېړنۍ څانګې څخه يې يو ډاکټر، چې ده پېژانده د ماشومانو څانګې ته له ځانه سر بوت، په ٩زره پاکستانۍ روپيو يې مريض ته د زهرو ضد واکسين له بازار څخه واخيست.
د ماشومانو او زېږنتون د څانګو پر وړاندې ګڼ شمېر مېرمنو اوسړيو خبريالانوته وويل، چې په روغتون کې نوکريوال ډاکټران نه وي او د زېږنتون ښځينه ډاکترانې پرته له دې چې ناروغان وګوري، په خواږه خوب ويدې وي، چې د را پاڅولو پر مهال له ناروغ لرونکو سره ناسم چلند کوي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزا د خلکو ستونزې نه مني، خو د خپلې ادارې او روغتون ګڼ شمېر ستونزې يې يادې کړې.
هغه زياته کړه، چې پر روغتون ناروغان ډېر دي، د ماشومانو په څانګه کې يې د ٥٠ ناروغانو پر ځاى ١٧٠ تنه بستر دي.
نوموړي وويل، چې روغتون يې د پرسونل له کمښت، د ځاى له نشتوالي، درملو او د بسترونو له کموالي سره مخ دى.
شېرزاد دا خبره رد کړه، چې ګواکې په روغتون کې ډاکټران نه وي او يا هم تر لسو زيات ماشومان مړه شوي وي.
د ننګرهار سرپرست والي محمدحنيف ګرديوال ژورنالېستانو ته ډاډ ورکړ، چې دى به د شپې له خوا د روغتون ټولې برخې وګوري.
خو له دغه روغتون سره د مرستندويه موسسې هيلټ نېټ يا نړيوال روغتيايي جال د موسسې له خوا ګومارل شوي د روغتون رييس ډاکټر شمس الله او يو شمېر نور ډاکټرانو د ماشومانو څانګې ته د ژورنالېستانو د ورتلو مخنيوى وکړ او د رسنيو خبريالان يې منع کړل، چې د ولايت مقام له امر راوړلو پرته نه شي کولى له ناروغانو ليدنه وکړي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن