ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځیني خلک د پروان ولایتي روغتون د ډاکټرانو له چلند او خدمتونو شکایت لري

چاریکار (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۲): یو شمېر خلک د پروان ولایتي روغتون له خدمتونو او د ډاکټرانو له چلند څخه شکایت لري؛ خو مسوولین وايي، د دغه روغتون د مراجعینو شمېر درې برابره ډېر شوی چې د روغتون د خدمتونو د ښه‌والي ښکارندوي کوي.

مسوولین وایي، د پروان سل بستریز ولایتي روغتون په نسایي ولادي، عمومي داخله، د ماشومانو داخله او حراجي برخو کې فعالیت لري.

د پروان د بګرام ولسوالۍ اوسېدونکې فرمینه وايي، یاد روغتون ته د خپلې ناروغې خور د رسولو لپاره د موټرو تر تم‌ځای پورې اووه کیلومتره لاره پلی مزل او بیا په چاریکا کې د پروان ملکي روغتون ته ۳۵ کیلومتره لاره د موټر په وسیله مزل وکړ، خو په روغتون کې له تمې خلاف یوه وضعیت سره مخ شوه.

هغه -چې خور یې په بطن کې د ستونزې له امله په دغه روغتون کې عملیات شوې- ادعا کوي چې ډاکټران له پایوازانو سره ښه چلند نه لري او خور ته یې د اړتیا وړ درمل له شخصي درملتونونو پېرلي دي.

د پروان د سیاګرد ولسوالۍ اوسېدونکی احمدولي وايي: «زموږ له خپلوانو څخه یوه مېرمن چې ولادت یې نږدې و، د پروان ملکي روغتون ته راغلو، دلته ډاکټرانو هیڅ پاملرنه و نه کړه، موږ ته یې وویل چې زېږون ته ډېر وخت پاتې دی، دا چې زموږ ناروغې شدید درد درلود نو یوه شخصي روغتون ته لاړو، هلته له درېيو ساعتونو وروسته ماشوم وزېږېد.»

نوموړی د یاد روغتون د ډاکټرانو او نورو کارکوونکو له ناسم چلنده شکایت کوي او زیاتوي: «کله چې روغتون ته داخل شو، ډاکټرانو هیڅ پاملرنه نه کوله، هرې خوا ته چې تلو، نو ویل یې چې یو ډاکتر ته ورشه بل ته ورشه، خلاصه د قناعت‌وړ ځواب یې نه راکاوه، یو ساعت وروسته یو ډاکټر راغی او ویې ویل چې د ناروغ درې ورځې وخت پاتې دی، ولاړ شئ.»

احمدولي وايي، خلک د اقتصادی ستونزو له امله دولتي روغتونونو ته مراجعه کوي او دوی هم له همدې امله یاد دولتي روغتون ته ورغلي وو.

د پروان د مرکز اړوند تتمدرې سیمې اوسېدونکې خاطره نیک‌زاد- چې څو ورځې وړاندې یې یاد روغتون ته مراجعه کړې وه- وايي: «خپل ناروغ مو روغتون ته وړی و، منتظر وو، خو هغه کسانو چې واسطه یې لرله ناروغ ته یې پاملرنه کېده، موږ شاهد وو هغه کسان چې څو ساعته وروسته له موږه راغلي وو، ناروغ یې داخل ته یووړل شو او موږ په تمه وو؛ یعنی نوبت نه مراعات کېده.»

هغې وویل، مخکې هم په یاد روغتون کې دغه ډول ستونزې وې، خو د اسلامي امارت له واکمنېدو سره هوارې شوې او خلک د روغتون له خدمتونو څخه راضي وو.

خو هغه زیاته کړه چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا خلک د یاد روغتون د خدمتونو کیفیت له ټيټېدو او د ډاکټرانو او کارکوونکو له ناسم چلنده شکایت لري.

خاطرې وویل: «ستونزې شته، په ځانګړې توګه نسایي ولادي برخه کې چندان پاملرنه نه کېږي، د پخوا په څېر شوي، د روغتون ډاکټران او صفاکارن د شیریني په نوم د ناروغانو له پایوازانو پیسې اخلي.»

هغه وايي، په یاد روغتون کې د پخوا په څېر هغو کسانو ته لومړیتوب ورکول کېږي چې واسطه ولري، د اسلامي امارت په راتګ سره دا ستونزې له منځه تللې وې، خو اوس بېرته د پخوا په څېر حالت دی.

د پروان ولایت د سیاه‌ګرد ولسوالۍ د جوی دختر کلي اوسېدونکي عبدالغفار -چې د ملا درد د درملنې لپاره یې د پروان ملکي روغتون ارتوپیدي څانګې ته مراجعه کړې وه- ويې ویل: «د پروان ملکي روغتون ډاکټرانو زما د درد تشخیص نه شو کړای، سره له دې چې دغه روغتون د اکسرې برخه لري، خو زه یې د عکس اخیستلو لپاره شخصي روغتون ته ولېږلم، موږ اطرافي او کلیوال خلک یو، اقتصاد مو کمزوری دی، روغتون باید خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو لپاره وي.»

هغوی له اسلامي امارته غواړي چې د پروان ولایتي روغتون وضعیت ته پاملرنه وکړي.

بلخوا بیا، د پروان ولایت د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر عبدالله افغان‌مل وایي چې د جمهوریت پر مهال یاد روغتون ۱۹۰ کارکوونکي درلودل، خو اوس یې شمېر ۲۱۸ کسانو ته لوړ شوی دی.

هغه ټینګار کوي چې متخصص ډاکټران یې کم نه دي او د عامې روغتیا ریاست په جدي ډول د پروان له تخصصي ملکي روغتون څخه څارنه کوي.

هغه د دغه شکایت په اړه چې ګوندې په دغه روغتون کې ناروغانو ته درمل نه ورکول کېږي، وویل: «روغتون کې د بستري ناروغانو لپاره ټول درمل له روغتون څخه ورکول کېږي او هغه ناروغان چې د ورځې مراجعه کوي بشپړ درمل نه ورکول کېږي… هغه ناروغان چې د بستر وړ نه وي د هغوی نیم درمل هم له روغتون څخه ورکول کېږي.»

افغان‌مل وویل، ځینو مرستندویه روغتیايي بنسټونو په پروان کې خپل فعالیتونه درولي دي او هغه درمل چې روغتون ته ورکول کېدل اوس نه ورکول کېږي.

هغه وایي، مخکې به ۲۷۰ قلمه درمل دغه روغتون ته ورکول کېدل، خو اوس خپله د یونیسف موسسه ۱۶۰ قلمه درمل له پخوا څخه په زیاته اندازه دغه روغتون ته ورکوي.

د نوموړي په وینا، دا په داسې حال کې ده چې د جمهوریت د وخت په پرتله د هغو ناروغانو شمېر چې یاد روغتون ته مراجعه کوي، دری برابره ډېر شوی دی او اوس هره ورځ شاوخوا ۹۰۰ کسان دغه روغتون ته مراجعه کوي چې د روغتون د خدمتونو ښه‌والی په ډاګه کوي.

هغه وویل چې یاد روغتون شپه او ورځ د عامې روغتیا ریاست تر کنټرول لاندې دی او هیچا له ناروغانو او پایوازانو څخه رشوت او یا د شیرینۍ په نامه پیسې نه دي اخیستې.

Views: 129

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version