ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غور ښځې: د روغتونونو جراحي څانګو کې دې ښځینه ډاکټرانې وګومارل شي

7 Dec 2022 - 15:00
7 Dec 2022 - 15:00

فېروزکوه (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۱۴۰۱): د غور اوسېدونکي په دغه ولایت کې روغتونو جراحي برخه کې د ښځینه ډاکټرانو له کمښته شکایت او دې برخې ته د حکومت د پاملرنې غوښتنه کوي.

د فېروزکوه ښار اوسېدونکې ٢٦ کلنه سوسن چې د غور ولايتي روغتون کې د ښځینه‌وو درملنې برخه کې پر يوه بستر پرته وه او دوه ورځې مخکې یې پر ښۍ پښه راختلې دانه عملیات کړې وه، وویل: «زما د پښې دانه ډېر درد کوي او دلته راغلم چې دانه عمالیات کړم، ښځینه ډاکټرانو راته ویل چې ستا عملیات نارینه ډاکټران کوي؛ ځکه چې متخصصین دي.»

هغې زیاته کړه چې په تېرو دوو ورځو کې د ښځینه ډاکټرانو ترڅنګ نارینه ډاکټرانو هم د دې په درملنه کې برخه اخیستې ده.

نوموړي د دغه روغتون په جراحي برخه کې د ښځینه ډاکتر پر نه شتون نیوکه وکړه، ویې ویل: «په روغتون کې باید پوه او مختصصې ډاکټرانې موجودې وي چې هر ډول عملیات ترسره کړي؛ ځکه ځینې کورنۍ شته چې نه غواړي د ښځو عملیات یې نارینه ډاکټران وکړي.»

په همدې حال کې د فېروزکوه ښار بله اوسېدونکې ٢٨ کلنه راضيه چې ١٥ ورځې مخکې  د اپنډکس تکلیف له امله په یاد روغتون کې عمليات شوې، وايي: «کله چې عملیات کېدم، فکر مې کاوه چې ښځینه ډاکټران به مې عملیاتوي، خو کله یې چې عملیات خونې ته یووړم، دغه کار نارینه ډاکټرانو وکړ.»

هغي د یاد ولایت په روغتیایي مرکزونو کې د ښځینه داکټرانو او متخصصینو نشتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړه، ویې ویل: «دغه کار د دې لامل شوی چې ډېرې ښځې د ټولنې د دود له امله نارینه ډاکټرانو ته مراجعه ونه کړي او مېرمنې روغتیایی خدمتونو ته لږ لاسرسی لري.»

د غور بله اوسېدونکې ۳۰ کلنې حلیمې چې شاوخوا یوه میاشت مخکې یې زېږون کړی، پژواک ته وویل، عادي زېږون یې نه دی کړی، له همدې امله عملیات ته اړ ایستل شوې ده، خو عملیات یې د نارینه ډاکټرانو له لوري ترسره شوی دی.»

حلیمه زیاتوي: «دوه اولادونه مې په عادي ډول په همدې روغتون کې د قابله ګانو په مرسته وزیږول؛ خو دا ماشوم زه نه پوهېږم څنګه شو چې عملیات ته مې اړتیا پیدا کړه او له دې امله چې ښځینه ډاکترانې عملیات نه شي کولای، نو دا کار نارینه ډاکټرانو وکړ.»

د غور اوسېدونکې د عامې روغتيا له مسوولينو غواړي چې د دغه ولايت په روغتيايي مرکزونو کې ښځينه ډاکآرانې او متخصصانې وګوماري، څو کولای شي په ډاډه زړه مراجعه وکړي او خپلې ستونزې ورته ووايي.»

بلخوا د غور يو شمېر اوسېدونکي هم وايي چې نه يوازې د غور ولايتي روغتون، بلکې د دغه ولايت د ټولو ولسواليو روغتيايي مرکزونه ښځينه ډاکټران نه لري او په ډېرو مواردو کې ښځې نه شي کولاى خپلې ستونزې نارينه ډاکټرانو ته ووايي.

د غور ولايتي روغتون يوه قابله شکريه عزيزي هم وايي چې په دغه روغتون کې يوازې يوه ښځينه ډاکټره او قابله د ښځو لپاره خدمتونه وړاندې کوي.

هغې زياته کړه: «موږ په نسايي او ولادي برخه کې ډېرې ستونزې لرو؛ متخصص ډاکټر نه لرو؛ لږ شمېر ښځینه ډاکټرانې لرو او یا شمېر یې باید ډېر شي څو خلکو ته ښه خدمتونه وړاندې شي.»

د نوموړي په خبره، په ډېرو مواردو کې دوی اړ دي چې د ښځو درملنې لپاره له نارینه ډاکټرانو مرسته وغواړي.

په ورته مهال، د غور ولايتي روغتون مسوولين هم په دغه ولايت کې د ښځينه ډاکټرانو د کمښت ستونزې پخلی کوي او وايي چې له کلونو راهيسې له دې ستونزې سره مخ دي.

Ghor Provincial Hospital

د غور ولايتي روغتون

د غور ولايتي روغتون امر عبدالاحمد نوري پژواک خبري اژانس ته وويل: «په ولايتي روغتون کې چې موږ ستوونزه لرو، د ښځينه ډاکټرانو کمښت دی. له بده مرغه موږ په ټولو خدماتي سرویسونو لکه د نسايي ولادي، داخله او جراحۍ برخو کې ‎هيڅ ښخینه ډاکتره نه لرو او له سختو ستونزه سره مخ یو.»

هغه زیاته کړه چې ‎د ښځینه ډاکټرانو نشتوالي له امله د دغه ولایت ټولې میندې او مېرمنې چې داخله او یا جراحي ستونزه ورته پیدا کېږي، د نارینه ډاکټرانو له لوري یې درملنه کېږي.

هغه زیاته کړه: «موږ د نرسانو او قابلو په برخه کې ستونزه نه لرو، په کافي اندازه موجود دي؛ ‎زموږ اصلي ستونزه د ښځینه ډاکټرانو او متخصصینو، په ځانګړې توګه د جراحانو کمښت دی.»

دغه راز د غور ولایتي روغتون امر وايي، ‎دوی د ښځو ډاکټرانو او متخصصینو د تشو بستونو او د کمو امکاناتو ستونزه له مرکزي مسوولینو سره شریکه کړې او د هواري هڅه یې کوي.

Views: 254

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version