پل علم (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۱۴۰۱): د لوګر د مرکز پل علم او ولسوالیو اوسېدونکي وايي، د ښځینه متخصصو ډاکټرانو نشتوالي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
دوی زیاتوي، یوازې په ولایتي روغتون کې دوې متخصصې ډاکټرانې پر دندو بوختې دي خو د ولسوالیو په روغتیايي مرکزونو کې هیڅ متخصصه ډاکټره نشته.
د لوګر د څرخ ولسوالۍ اوسېدونکې ۴۵ کلنه شازیه – چې خپله نږور یې د ماشوم زېږون لپاره ولایتي روغتون ته راوستلې وه- پژواک خبري اژانس ته وویل، د دوی په ولسوالۍ کې هيڅ متخصصه ډاکټره نشته.
هغې زیاته کړه، له همدې امله د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي اړ دي چې خپلې ناروغانې د ۴۰ کیلومتره واټن په وهلو په مرکز پل علم کې د نایب امینالله خان ولایتي روغتون ته بوځي.
هغه وايي، نږور یې په دغه روغتون کې د یوې متخصصې ډاکټرې تر پاملرنې لاندې په ماشوم عملیات شوه او اوس یې روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.
نوموړې له عامې روغتیا وزارت او نړۍوالو بنسټونو غواړي چې د هرې ولسوالۍ په روغتیايي مرکز کې یوه- یوه متخصصه ډاکټره وګوماري.
د برهکي برک ولسوالۍ اوسېدونکې او ښځينه فعاله فاطمه هم وايي چې په لوګر ولایت کې ډاکټرانې کمې دي او د لرو ولسوالیو لکه ازرې، خروار، برهکي برک او څرخ اوسېدونکي له دې ستونزې ډېر کړېږي.
هغې پژواک خبري اژانس ته وویل، په لرو سیمو کې ځکه متخصصې ډاکټرانې نشته چې د عامې روغتیا وزارت ښځینه متخصصینو ته لازم امتیازات نه ورکوي.
هغه وايي، که ښځینه ډاکټرانو ته لږ ډېر امتیازات او امکانات ومنل شي، نو هغوی به په لرو ولسوالیو کې کار ته زړه ښه کړي.
د نوموړې په خبره، که له پخوا راهیسې په لرو سیمو کې د فرهنګي او سیاسي ستونزو له امله د نجونو د زدهکړو مخنیوی نه کېدای، نو اوس به په هرې ولسوالۍ کې ډېرې لوستې ښځې او ډاکټرانې موجودې وای.
دغه مېرمن له عامې روغتیا وزارت څخه غواړي چې په لوګر کې د ښځينه متخصصو ډاکټرانو د نشتوالي سونزه حل کړي او په هره ولسوالۍ کې لږ تر لږه دوې متخصصې ډاکټرانې پر دنده وګوماري.
هغه زیاتوي:«په کلیوالي سیمو کې د ښځينه متخصصو ډاکټرانو نشتوالي ښځینه ناروغانې له پراخو ستونزو سره مخ کړې دي؛ دوی خپلې ناروغۍ نارینه ډاکټرانو ته نشي ویلای، له عامې روغتیا وزارت او نړۍوالې ټولنې مو هیله دا ده چې د دغې ستونزې د حل لپاره ګامونه واخلي.»
د لوګر د ولایتي روغتون رییس ډاکتر صدیقالله ستانکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه روغتون کې دوې متخصصې ډاکټرانې کار کوي چې دغه روغتون ته هم بسنه نه کوي.
هغه زیاته کړه، د ولسوالیو په روغتونونو کې هیڅ متخصصه ډاکټره نشته؛ ځکه نو ډېری ناروغانې ولایتي روغتون ته مراجعه کوي.
په ورته توګه، د لوګر ولایت د عامې روغتیا رییس حافظ سیدالرحمن قادري هم د ښځینه متخصصو ډاکټرانو د نشتوالي ستونزه مني، خو زیاتوي چې د اړوند وزارت د پالیسۍ له مخې یوازې مرکزي ولایتي روغتون ته د ښځینه متخصصینو بستونه ورکړل شوي دي.
هغه دغه راز زیاتوي، دوی هڅه کوي چې په ولسوالیو کې هم د شته ستونزې د حل لپاره حللاره ولټوي.
نوموړی وايي: «د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ له مخې د ولسوالیو او کلیو په کچه په روغتونونو او کلینیکونو کې ښځينه متخصصې ډاکټرانې نشته، د ولایت په کچه په ولایتي روغتون کې دوې متخصصې ډاکټرانې لرو.»
د لوګر د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، د ولایت په کچه یو روغتون، د ولسوالیو په کچه درې روغتونونه او د کلیو په کچه ۵۶ روغتیايي مرکزونه فعال دي چې د دوو ښځينه ډاکټرانو په ګډون ۲۵۱ کارکوونکي پکې پر کار بوخت دي.
Views: 1069
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن