ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ښځینه ډاکټرانو نشتوالي له امله د بادغیس د ځینو ولسوالیو ښځې له سختو ستونزو سره مخ دي

د ښځینه ډاکټرانو نشتوالي له امله د بادغیس د ځینو ولسوالیو ښځې له سختو ستونزو سره مخ دي

author avatar
10 Jun 2023 - 15:50
د ښځینه ډاکټرانو نشتوالي له امله د بادغیس د ځینو ولسوالیو ښځې له سختو ستونزو سره مخ دي
author avatar
10 Jun 2023 - 15:50

قلعۀ‌نو (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۲): د باغیس په لرې پرتو ولسوالیو کې یو شمېر ښځې د ښځینه متخصصینو له نشتوالي شکایت لري او له حکومته غواړي چې دې ستونزې ته یې رسېدنه او د ښځینه ډاکټرانو ګومارلو ته جدي پاملرنه وکړي.

دغه راز د بادغیس د عامې روغتیا ریاست هم د ښځینه ډاکټرانو د کموالي ستونزه مني او وایي، د دې ستونزې هواري لپاره اقدامات شوي، خو تر اوسه يې کومه نتيجه نه ده ورکړې، خو په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

ښځې وايي، د قلعه‌نو ولايتي روغتون ترې لرې دی، ساعتونه مزل او لګښت کوي څو ور ورسېږي.

د باغیس ولایت قادس ولسوالۍ د «لنګر» سیمې اوسېدونکې ۲۲ کلنه فاطمه د ښځینه ډاکټرانو له نشتوالی شکایت کوي او وايي چې اړه شوې د زېږون لپاره ولایتي روغتون ته راشي.

یاده مېرمن چې ماشوم یې د عملیات له لارې زېږدلی، وایي چې په قادس ولسوالۍ کې د ښځینه ډاکټرې او قابلې نشتوالي له امله اړه شوه چې د ماشوم زېږون لپاره اوږد مزل وکړي او ځان ولایتي روغتون راورسوي.

فاطمه زیاتوي، څه موده مخکې د هغې د ماما لور د زېږون پر مهال د ښځينه ډاکټرې نشتوالي له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

نوموړې په یاده والسوالي کې د ښځینه ډاکټرانو نشتوالی نننۍ ستونزه نه بولي او زیاتوي چې له کلونو راهیسې له دې  ستونزې سره مخ دي او تېر حکومت یې هم هواري ته پاملرنه نه وه کړې.

هغې له اسلامي امارته وغوښتل چې دې ستونزې ته یې جدي پاملرنه وکړي او په دغه ولایت کې ښځینه ډاکترانې وګوماري.

زري‌ګل چې د قلعه‌نو په ولايتي روغتون کې د يوې ښځينه ناروغې پایوازه ده، وايي چې د دغه ولايت د جوند ولسوالۍ له لرې سیمې قلعه‌نو ښار ته د رارسېدو لپاره يې یوه شپه او ورځ مزل کړى دى.

د نوموړې په وینا، په جوند ولسوالۍ کې د نسايي ولادي ډاکټرانو نشتوالي له امله مېرمنې د زېږون پر مهال د اختلاطاتو له امله خپل ژوند او یا خپل ماشوم له لاسه ورکوي.

هغه زیاتوي، هر کله چې د ډاکټر لیدو لپاره له خپلې سیمې د ولایت مرکز ته سفر کوي، باید موټر په کرایه ونیسي او ډېرې کرایه ورکړي.

زري‌ګل هم له اسلامي امارته تمه لري څو د دوی د سیمو په روغتیایي مرکزونو کې ښځینه ډاکټرانې وګوماري او دوی له دې لویې ستونزې وژغوري.

هغه وایي: «په خپله سیمه کې ښځینه ډاکټره نه لرو، لارې هم سمې نه دي، لیني موټر نشته، کله چې ناروغېږو اړې کېږو چې موټر دربست کړو څو موږ د ښار روغتون ته ولېږدوي.»

ورته مهال، کارپوهان پر دې باور دي چې ډېری ښځینه ناروغۍ ژر رسېدنې ته اړتیا لري او باید په کمه زماني موده کې ښځینه ډاکټرې ته مراجعه وشي.

د بادغیس په ولایتي روغتون کې د نسایي ولادي څانګې متخصصې ډاکټرې میترا رحماني پژواک خبري اژانس ته وویل چې ډېرې ښځینه ناروغۍ په دې ډول دي چې ښځې باید له یو ساعت په کمه موده کې ځان ډاکټر ته ورسوي.

د نوموړې په وینا، د ښځینه ناروغیو په موده کې تعلل د سختو ستونزو او یا ان د ناروغ د مړینې لامل ګرځي.

هغه له اسلامي امارت او مسوولو بنسټونو غواړي چې د بادغیس په ټولو روغتیایي مرکزونو کې ښځينه متخصصینې وګوماري څو ټولې ناروغانې هغوی ته په ډېر کم وخت کې لاسرسی ولري.

له دې ټولو سره د بادغیس د عامې روغتیا ریاست مسوولین هم په یاد ولایت کې د ښځینه متخصصینو کمښت مني.

د بادغیس د عامې روغتیا مرستیال ډاکټر عجب خان حمیدي په یاد ولایت کې د ښځينه ډاکټرانو د کمښت ستونزه تاییدوي او وایي چې ان د یاد ولایت په ځانګړو روغتیایي برخو کې ښځینه متخصصینې نشته.

د نوموړي په خبره، سره له دې چې د ښځینه متخصصینو ټول بستونه خالي دي او په وار وار اعلانېږي، خو تر اوسه یوه هم نه ده ګومارل شوې.

خو ډاکټر حمیدي څرګنده کړه، دوی هڅه کوي څو د یاد ولایت په روغتیایي برخو کې وړ او متخصصې ډاکټرانې وګوماري.

هغه زیاته کړه: «بادغیس یو لرې پروت ولایت دی او دلته چې ډېری ښځینه ډاکټرانې کار کوي له نورو ولایتونو څخه دي، زموږ ‌ډېر بستونه خالي دي، څوک نشته چې غوښتنلیک راکړي.»

د بادغیس د عامې روغتیا ریاست له لوري د وړاندې شوو شمېرو له مخې، اوسمهال په یاد ولایت کې ۵۴ روغتیایي مرکزونه شته چې ډېر یې ښځینه متخصصې ډاکټرانې نه لري او یوازې قابلې او نرسانې کار په کې کوي.

Views: 136

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.