ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غور لعل او سرجنګل ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د ښځینه ډاکټرانو له نشتوالي شکایت کوي

12 Nov 2023 - 17:59
12 Nov 2023 - 17:59

فېروزکوه (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۲): د غور ولايت د لعل او سرجنګل ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي په داسې حال کې د دې ولسوالۍ په روغتيايي مرکزونو کې د ښځينه ډاکټرانو له نشتوالي شکايت کوي چې د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي، د دې ستونزې د حل لپاره هڅې روانې دي.

مرضیه حسیني د غور د لعل او سرجنګل ولسوالۍ د روغتیايي کلینیک یوه مراجعه کوونکې ده چې د خپلې مور د درملنې په موخه دغه مرکز ته راغلې ده.

هغې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ښځينه ډاکټرانو نشتوالي له امله د دوى د ناروغانو درملنه د نارينه وو له خوا کېږي.

هغې زياته کړه: «په دغه کلينيک کې ښځينه ډاکټرانې نه شته، مور مو د معدې په درد اخته ده او کلينيک ته مو راوړې څو درملنه یې وشي، له دې امله چې ښځينه ډاکټره نه شته، د مور درملنه مې نارينه ډاکټرانو وکړه او درمل یې ورکړل.»

هغې ‎د ښځینه ډاکټرانو له لوري د ښځینه ناروغانو په ځانګړې توګه د نجونو درملنه مهمه او اړینه وبلله او زیاته یې کړه: «دا یوه لویه ستونزه ده، باید زموږ کلینیک کې ښځینه ډاکټرې وګومارل شي، څو ښځو ته خدمات وړاندې کړي، موږ له دولته غواړو چې دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.»

په ورته مهال، د لعل او سرجنګل ولسوالۍ بله اوسېدونکې صنوبر وايي، دغه روغتيايي مرکز د ښځینه ډاکټرانو د نشتوالي ترڅنګ، د روغتيايي اسانتياوو له کمښت سره مخ دى.

هغې زیاته کړه، اړ دي چې بېړني ناروغان د غور مرکز او یا هم د بامیان ولایت مرکزي روغتون ته ولېږدوي.

د هغې په وینا، د لعل او سرجنګل ولسوالۍ کلينيک له ډېرې مودې راهيسې ښځينه ډاکټرانې نه لري، يوازې يو څو قابلې چې شته، هغوی هم ښه تجربه نه لري او ناروغو ښخو ته په ښه ډول رسېدنه نه کېږي.‎

هغې وویل: «موږ اړ یو چې د ښه وضعیت نه لرونکي ناروغان د غور یا بامیان ولایت مرکز او یا کابل ته ولېږدوو. دا د حکومت دنده ده ‎چې زموږ په ولسوالۍ کې د ښځينه ډاکټرانو د کمښت ستونزه حل کړي.»

بل‌خوا، د غور د لعل او سرجنګل ولسوالۍ د روغتیايي مرکز مسوولین وايي، هره ورځ له ۳۰۰ تر ۴۰۰ پورې ناروغان چې ډېری یې ښځې دي، دغه مرکز ته ورځي چې د ښځینه ډاکټرانو د نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د لعل او سرجنګل ولسوالۍ د کلينيک سرپرست سيف‌الله فروتن پژواک خبري اژانس ته وويل: «د مراجعينو او نفوسو زياتوالي ته په پام سره موږ متخصصينو ته اړتيا لرو، زموږ اساسي ستونزه د ښځينه ډاکټرانو نشتوالی دى چې دا مهال یې موږ په دغه ‎مرکز کې نه لرو، هڅه کوو څو دغه ستونزه له مسوولینو سره حل کړو.»

له دې ټولو سره سره، د غور د عامې روغتیا ریاست مسوولین‎ د دغه ولایت په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې د ښځینه ډاکټرانو د نشتوالي ستونزې مني، خو وايي چې‎ د حل لپاره یې هڅې روانې دي.

د غور د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالستار موفق وويل: «زموږ په ډېری ولسواليو کې د ښځو لپاره ښځې روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي، خو له بده مرغه په ​​لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې په تېرو څو مياشتو کې يو شمېر ډاکټران چې وو، خپلې دندې یې پرېښودې او د دې ولسوالۍ بستونه اعلان ته سپارل شوي او هڅه کوو په دې ولسوالۍ کې د ښځینه ډاکټرې د نشتوالي ستونزه حل کړو.»

د غور د عامې روغتيا رييس دغه راز وایي، دوى هڅه کوي چې په لعل او سرجنګل او نورو ولسواليو کې د روغتيايي امکاناتو ‎او متخصصو ډاکټرانو د نشتوالي ستونزې هوارې کړي.

Views: 120

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version