ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنو قانون مسوده بشپړه شوه

10 Jun 2012 - 15:36
10 Jun 2012 - 15:36

کابل (پژواک ٢١ غبرګولى ٩١): د ټاکنو خپلواک کمېسيون، د ټاکنو قانون د مسودې له بشپړېدو خبر ورکړ او په دولتي او نادولتي ادارو يې غږ وکړ، چې د ولسمشرۍ د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره اړوندې چارې پيل کړي.

د ولسمشر حامد کرزي د ولسمشرۍ دويمه پنځه کلنه دوره په ١٣٩٣ کال کې بشپړېږي.

د افغانستان د اساسي قانون د يوشپېتمې مادې له مخې، د ولسمشر دنده تر ټاکنو وروسته د پنځم كال د غبرګولي په لومړۍ نېټه پاى ته رسېږي او د نوي ولسمشر انتخابېدل له دېرشو نه تر شپېتو ورځو په دننه كې د ولسمشر د كار تر پاى ته رسېدو د مخه سرته رسېږي.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر فضل احمد معنوي د غبرګولي په ٢١ مه په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې د تېرو ټاکنو چارې د يو تقنيني فرمان له مخې ترسره کېدې، خو اوس دغه کمېسيون د ټاکنو د قانون مسوده بشپړه کړې او د قانوني د پړاوونو لپاره به يې د عدليې وزارت ته واستوي.

هغه وويل، چې د ټاکنو کمېسيون ياده مسوده په مرکز او د هېواد په شپږو زونونو کې له سياسي ګوندونو، د پوهنتونونو له محصلينو او د حقوقي چارو له پوهانو سره د سلا مشورو له مخې جوړه کړې ده.

معنوي د ټاکنو قانون د مسودې په اړه ډېر معلومات ورنه کړل خو په وينا يې، دغه مسوده چې په ١٧ فصلونو او ٦٦ مادو کې جوړه شوې ، د شکل او محتوا له پلوه په دې اړه له تقنيني فرمان سره له پنځوس سلنې زيات توپير لري.

دغه راز هغه د ملي شورا له دواړو مجلسونو وغوښتل، چې په عدليې وزارت کې د قانوني پړاوونو تر وهلو وروسته د ټاکنو د قانون مسوده ژر تصويب کړي.

معنوي وويل، چې که دا مسوده ژر تصويب او د قانون په بڼه پلې شي نو د ټاکنو پر روڼتيا به مثبت اغېز ولري او د درغليو مخنيوى به وکړي.

خو هغه زياته کړه، چې د ټاکنو د روڼتيا لپاره بايد اړوند ادارې هم سر له اوس نه خپلې چارې پيل کړي.

ده زياته کړه: ((که دولتي او د ټاکنو نورې اړوندې ادارې خپل کارونه ژر تر ژره پيل نه کړي، تاسې د رڼو ټاکنو هيله مه کوئ.))

سرچينې پر امنيتي ارګانونو غږ وکړ، چې د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره لازم امنيتي تدابير ونيسي.

دغه راز معنوي وويل، هغه مرستندويه سرچينې چې غواړي راتلونکې ټاکنې تمويل کړي، بايد خپلې مرستې اعلان کړي.

په تېرو ټاکنو کې هم د پراخه درغليو خبرونه ورکړل شوي وو.

معنوي امنيتي ستونزې او د هېواد د وګړو په اړه د کره شمېرې نه شتون د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو پر وړاندې له سترو ننګونو څخه وبلل .

هغه له حکومته غوښتنه وکړه، چې د ولايت، ولسوالۍ او سيمو په کچه په تفکيک سره د وګړو شمېر د ټاکنو خپلواک کمېسيون په واک کې ورکړي، ترڅو کمېسيون د دغه شمېر له مخې د رايو ورکوونکو د نوم ليکنې لړۍ د پيلولو لپاره چمتووالى ونيسي .

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر وويل، چې په تېرو ټاکنو کې د ولايتونو، ولسواليو او سيمو د وګړو نوم ليکنې د اټکلي شمېر له مخې د حکومت له تاييد پرته ترسره کېدې.

خو دى وايي، چې دا ځل به لومړۍ حکومت د ولايت ، ولسوالۍ او سيمو وګړو شمېر تاييدوي او وروسته له هغه به په کې د رايو ورکولو په موخه د نوم ليکنې لړۍ ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان د وګړو کره سرشمېرنه نه ده شوې او د مرکزي احصايې اداره د افغانستان د وګړو شمېر شاوخوا ٢٧ ميليونه اټکلوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر په نننۍ خبري ناسته کې وويل، چې ياد کمېسيون خپل پنځه کلن ( له ١٣٩١ – ١٣٩٦) کال پورې ستراتيژيک پلان هم جوړ کړى دى.

هغه وويل، چې دغه پلان د کمېسيون کاري کمېټې د تېرو ټاکنو له تجربو څخه په ګټې اخيستو او د ټاکنو د اړونده ارګانونو وړانديزونو ته په پام سره جوړ کړى دى.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version