کابل (پژواک ٢١ غبرګولى ٩١): ولسي جرګې د دولت د درې ګونو قواوو ګډې جوړېدونکې غونډه ته د ښې حکومتدارۍ او له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د طرحې جوړلو په موخه لس کسيزه کمېټه جوړه کړه.
د ولسي جرګې ځينې غړي وايي، ټاکل شوې چې د ولسمشر حامد کرزي په غوښتنه د چنګاښ په لومړۍ نېټه د دولت د درې ګونو قواوو ګډه غونډه جوړه شي.
په ولسي جرګې د کابل استازي شېرولي وردګ پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې ولسمشر پنځه ورځې وړاندې د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي ته ويلي چې د چنګاښ په لومړۍ نېټه دې غونډې ته د ولسي جرګې ټول غړي ور وبولي.
ملي شورا تېره اونۍ خپله د دوبي ٤٥ ورځنۍ رخصتي پيل کړې، خو د اساسي قانون د ١٠٧مې مادې له مخې، د شورا فوق العاده غونډې د رخصتيو په ورځو کې د ولسمشر په ځانګړي امر جوړېداى شي.
د وردګ په وينا، ولسمشر ويلي چې د درې ګونو قواوو په ياده غونډه کې به د ښې حکومتدارۍ او له اداري فساد سره د مبارزې پر لارو چارو بحث وشي.
خو هغه زياتوي: “په اول د چنګاښ، چې کومه غونډه جوړيږي زه فکر نه کوم، چې د هغې هدف دې ښه حکومتداري او يا له اداري فساد سره مبارزه وي، په دغې ورځ به ولسمشر د خپلو وروستيو لاسته راوړنو په برخه کې درې ګونو قواوو ته معلومات ورکړي.”
نن د ولسي جرګې د مشر عبدالرووف ابراهيمي په مشرۍ د يادې جرګې شاوخوا اتيا تنو غړو د ملي شورا په الحاقيه ودانۍ کې د درې ګونو قواوو يادې غونډې د تيارۍ په موخه ناسته لرله.
شېرولې وردګ، چې په دې ناسته کې يې ونډه لرله، وايي، چې په نننۍ ناسته کې د ولسي جرګې د غړو يوه لس کسيزه کمېټه په کار وګومارل شوه، ترڅو د ښې حکومتدارۍ او له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې وړانديزونه را ټول او په دې اړه يوه طرحه جوړه کړي.
په ولسي جرګه کې د پکتيا استازي محمد نواب منګل هم په نننۍ ناسته کې ګډون درلود.
ده وويل، چې د يادې لس کسيزې کمېټې په طرحه کې به له اداري فساد سره د مبارزې او ښې حکومتدارۍ په برخه کې تر ډېره بريده د خلکو غوښتنې ، چې د وکيلانو له خوا مطرح کېږي، ځاى کړل شي.
يوي دولتي سرچينې، چې د نوم له ښودلو يې ډډه کوله د غبرګولي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته ویلی و، چې ولسمشر غواړي د يو لړ ملي مسايلو په اړه د وکيلانو سره له نږدې څخه سلا مشورې وکړي.
د سرچينې په وينا، د دې ډېر امکان شته چې په دغه غونډه کې د راتلونکې ولسمشريزو ټاکنو او اداري فساد په اړه خبرې وشي.
د ولسمشر حامد کرزي د جمهوري رياست دويمه پنځه کلنه دوره په ١٣٩٣ کال کې بشپړېږي.
د افغانستان د اساسي قانون د يو شپېتمې مادې له مخې، د ولسمشر دنده تر انتخاباتو وروسته د پنځم كال د غبرګولي په لومړۍ نېټه پاى ته رسېږي او د نوي جمهور رييس انتخابېدل له دېرشو نه تر شپېتو ورځو په دننه كې د جمهور رييس د كار تر پاى ته رسېدو د مخه سرته رسېږي.
خو منګل د ټاکنو د وخت د مخته کېدو په اړه د يادې سرچينې څرګندونې رد کړې او ويې ويل، چې د اساسي قانون له تعديل پرته هېڅوک د دى واک نه لري، چې د ټاکنو نېټه را مخې ته کړي.
د اساسي قانون تعديل د لويې جرګې واک دى.
منګل وايي: “تر هغه چې زه معلومات لرم ولسمشر غواړي چې د توکيو له کنفرانس وړاندې د ښې حکومتدارۍ او له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې له درې ګونو قواوو تعهد واخلي ترڅو نړيوالو ته ووايي، چې د دغو دوو کارونو لپاره موږ ټول سره يوه خوله يو.”
ټاکل شوې، چې د توکيو نړيوال کنفرانس له افغانستان سره په اقتصادي برخه کې د مرستو په موخه په راتلونکې مياشت (جولاى) کې جوړ شي.
د مشرانو جرګې نايب منشي عزيزالله الفتي وايي، چې د ولسمشرۍ دفتر د يو مکتوب له لارې د دې جرکې له غړو هم غوښتي چې د چنګاښ د لومړۍ نېټې په غوڼډه کې ګډون وکړي.
د هغه په وينا، په ياد مکتوب کې يواځې دومره ويل شوي چې ولسمشر په دې غونډه کې مهمه وينا لري.
دى وايي، په پام کې ده چې د مشرانو جرګې غړي په ياده ناسته کې ګډون وکړي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن