ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مشرانو جرګې رئیس: ولسمشر دې د درې ګونو قواوو ترمنځ د تقابل مخنیوى وکړي

13 Jan 2021 - 18:13
13 Jan 2021 - 18:13

کابل (پژواک، ۲۴ مرغومی ۹۹): د مشرانو جرګې رئیس د دې ترڅنګ چې له ولسمشر څخه يې د درې ګونو قواوو ترمنځ د تقابل د مخنیوي غوښتنه وکړه، وايي چې مشرانو جرګه د حکومت او ولسي جرګې ترمنځ منځګړیتوب ته چمتو ده.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږ ل وشې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي دغه خبرې نن له ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کې کړې دي.

سرچينه زياتوي، ولسمشر غني د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار سره په کتنه کې د سیاسي او امنیتي وضعیت او سولې پروسه کې د انکشافاتو په اړه بحث او خبرې وکړې. په دغه کتنه کې د حکومت او ملي شورا ترمنځ د اړیکو او همکاریو پر لازیاتې پیاوړتیا ټینګار وشو.

سرچينه کاږي، د مشرانو جرګې رئیس وویل، جمهوررئیس دې د درې ګونو قواوو د رئیس په توګه د دغو قواوو ترمنځ د تقابل مخنیوی وکړي او مشرانو جرګه د حکومت او ولسي جرګې ترمنځ منځګړیتوب ته چمتو ده.

ولسمشر غني وویل: “مشرانو جرګې تل په ملي او د هېواد برخلیک ټاکونکو مسایلو کې رغوونکی او اصولي دریځ غوره کړی او موږ ستاسې د هڅو د هرکلي ترڅنګ د هېواد د اساسي قانون په رڼا کې د درې ګونو قواوو ترمنځ، د زیاتې همکارۍ او همغږۍ غوښتونکي یو.”

ولسی جرګې د مرغومي په لسمه د ۱۴۰۰ مالي کالي د بوديجې طرحه د ۱۱۰۰ ولايتي پروژو د حذفولو او په احتیاطي کوډونو کې د بوديجې د زياتوالي او نورو مواردو له امله د رایو په اکثریت سره رد کړه.

د بوديجې طرحې تر ردولو وروسته، ولسمشر غني په ننګرهار کې وويل چې د ولسي جرګې غړي غواړي کابو خپلې دوه زره پروژې د بودیجې په سند کې شاملې کړي او له همدې امله يې د بوديجې سند رد کړی دی.

حکومت همدارنګه اعلان وکړ چې ولسي جرګه يواځې بوديجه رد يا تاییدولی شي، خو تعدیل په کې نه شي راوستی. ولې دوه ورځې مخکې ماليې وزارت اعلان وکړ چې د ۱۴۰۰ کال د بوديجې دوهمه طرحه د کابينې له خوا د ۳۰ میلیارد افغانيو په ور زياتولو سره تصویب شوه.

نن د ولسي جرګې رييس د دولت د کارکوونکو په معاشونو کې تعادل او يو شان والی د جرګې سره کرښه وبلله او ويې ويل، تر هغه چې حکومت د جرګې دغه غوښتنه نه وي منلې، سږنۍ بوديجه به تصویب نه کړي.

Views: 37

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version