ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لوګر کې پنځه ملکي وګړي ټپيان شول

10 Jun 2012 - 12:12
10 Jun 2012 - 12:12

پل علم (پژواک ٢١ غبرګولى ٩١): خلک او چارواکي وايي، چې د لوګر د مرکز اړوند پر يوه کلي کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله پنځه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د مرکز پل علم اړوند د کجۍ کلي اوسېدونکى حبيب الله، چې له يو شمېر نورو کليوالو سره د لوګر ولايتي شورا ته راغلى و، پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه پر يوه کور د هاوان د مرمۍ د لګېدو له امله دوه ماشومان، يوه ښځه او دوه سړي ټپيان شوي دي.

د هغه په وينا، دغه مرمۍ په سيمه کې د ملي اردو د پوستې له لوري د دوى پر کلي هغه مهال وتوغول شوه، چې د دوى د کلي له کروندو څخه وسلوالو طالبانو پر ياده پوستې د هاوان بريدونه وکړل.

نوموړي زياته کړه، چې د پېښې ټپيان يې تېره شپه د کابل ايمرجنسي روغتون ته وړي او دوى ولايتي شورا ته د اعتراض په ډول راغلي دي.

حبيب الله وويل: ((موږ له ولايتي شورا غواړو چې د ملي اردو او له چارواکو وغواړي، چې زموږ د کليو پر لور دې د مرميو له توغولو ډډه وکړي.))

د لوګر د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر رييس خان صادق هم دغه پېښه ومنله، خو زياته يې کړه، چې دغه مرمۍ د وسلوالو طالبانو له لوري توغول شوې ده.

د هغه په وينا، وسلوال طالبان هڅه کوي په دغه ډول کړنو سره د خلکو او افغان ځواکونو ترمنځ واټن رامنځ ته کړي.

د لوګر د ولايتي شورا يوه غړي حاجي دورګل پژواک اژانس ته وويل، چې دوى په دې اړه د پلټنو غوښتنه کړې او په تړاو به يې د ملي اردو له چارواکو سره هم وغږېږي.

نوموړي وويل، چې په اړه يې تر اوسه کره معلومات نه لري، چې دغه مرمۍ له کوم لوري توغول شوې ده.

وسلوالو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، چې ناټو ځواکونو تېره چهارشنبې  د لوګر د بره کي برک ولسوالۍ د سجاونډ په سيمه کې پر يوه کور هوايي بريد وکړ، چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٨عام وګړي ووژل شول.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version