ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزى: اړوند وزارتونه دې له فرانسوي ځواکونو سره په وتلو کې مرسته وکړي

11 Jun 2012 - 17:40
11 Jun 2012 - 17:40

کابل (پژواک ٢٢ غبرګولى ٩١): ولسمشر د کورنيو چارو او دفاع وزيرانو ته دنده وسپارله، چې له کاپيسا څخه د فرانسوي ځواکونو د وتلو په برخه کې له دغه هېواد سره لازمه همکاري وکړي.

له ارګ څخه د غبرګولي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر دغه څرګندونې نن د فرانسې د دفاع وزير ژان اېف لودغه سره د ليدنې پر مهال کړې دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې ولسمشر حامد کرزي په کاپيسا ولايت کې د ځانمرګي بريد له امله د څلورو فرانسوي سرتېرو د وژل کېدو او يو شمېر نورو د ټپي کېدو له امله د فرانسې حکومت او خلکو ته خواشيني څرګنده کړه.

دغه راز د فرانسې دفاع وزير هم ولسمشر حامد کرزي او خلکو ته د هغو ملکي وګړو په اړه چې په ياده پېښه کې ټپيان شوي وو، د خپل هېواد په استازيتوب غمرازي او خواشيني څرګنده کړه.

دوه ورځې مخکې يوه ځانمرګي بريد کوونکي د کاپيسا د نجراب ولسوالۍ په بازار کې پر فرانسوي ځواکونو بريد وکړ، چې له امله يې څلور فرانسوي سرتېري ووژل شول، پنځه فرانسوي سرتېري او درې عام وګړي ټپي شوي وو.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، چې د فرانسې د دفاع وزير ولسمشر حامد کرزي ته د خپل ولسمشر فرانسوا هولانډ نېکې هيلې او احترامات وړاندې کړل.

هغه زياته کړه، چې فرانسه د افغانستان د ولسمشر هغې پرېکړې ته په پام سره، چې د امنيتي مسووليتونو د لېږد په درېيم پړاو کې يې د کاپيسا ولايت هم شامل کړی دی، هرکلى کوي او هېواد يې غواړي له راتلونکې مياشتې څخه د خپلو سرتېرو په ايستلو پيل وکړي.

د فرانسې دفاع وزير ډاډ ورکړ، چې هېواد به يې په راتلونکي کې هم د افغانستان او فرانسې ترمنځ د لاسليک شوي تړون په چوکاټ کې له افغانستان سره خپلو مرستو، په ځانګړي ډول د امينتي ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي.

همداراز د فرانسې دفاع وزير خبر ورکړ، چې د افغانستان او فرانسې ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو لاسليک شوې معاهده به د دغه هېواد پارلمان ته د تصويب لپاره ولېږل شي.

سرچينه زياتوي، ولسمشر حامد کرزي د هېواد د دفاع او کورنيو چارو وزيرانو ته چې په دې غونډه کې يې حضور درلود، دنده وسپارله ترڅو د فرانسوي سرتېرو د وتلو په برخه کې د دغه هېواد د پرېکړې د عملي کولو لپاره په تمامه معنی همکار وکړي او په دې برخه کې دې لازم اقدامات ترسره کړي.

فرانسې، چې په افغانستان کې ٣٣٠٠ سرتېري لري، له ټاکل شوي مهالوېش مخکې له افغانستان څخه د هغو د ايستلو اعلان کړى دى.

په افغانستان کې تر اوسه ٨٧ فرانسوي سرتېري وژل شوي دي.

ټاکل شوې چې د ايساف تر چتر لاندې نور هېوادونه د ٢٠١٤ تر پايه خپل سرتېري له افغانستان څخه وباسي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version