کابل (پژواک ٢٤ غبرګولى ٩١): د کرکټ د لومړۍ درجې سياليو په لړ کې، چې په کابل او ننګرهار کې روانې دي، نن خوست کندهار او کونړ کندوز ته ماتې ورکړه.
د دوولسو ولايتونو لوبډلو ترمنځ دغه سيالۍ د غبرګولي په ٢٠مه په کابل او ننګرهار ولايتونو کې په يوه وخت پيل شوې دي.
دکرکټ بورډ د رسنيو يوه غړي فريد هوتک د غبرګولي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن په کابل کې د کندهار او خوست ولايتونو ترمنځ لوبه وشوه، چې د خوست په بريا پاى ته ورسېده.
هغه زياته کړه، چې د کندهار لوبډلې په ٤٩ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ٢٢١ منډې جوړې کړې، د دوى له لوري منيراحمد ٥٤ او اسدلالله ٣٣ منډې جوړې کړې.
هوتک وايي، چې د خوست لوبډلې دغه هدف په ٤٢ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.
د خوست له لوري رحيم منګل ٩٨ منډې جوړې کړې او د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
بلخوا د ننګرهار د غازي امان الله خان په نړيوال لوبغالي کې د کونړ او کندوز ولايتونو ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې د کونړ په بريا پاى ته ورسېده.
د کرکـټ بورډ وياند نصرت الله وفا له غازي امان الله نړيوال لوبغالي څخه د ټيلېفون پر ليکه پژواک ته وويل، چې د کونړ لوبډلې په ٥٠ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ٣٤٧ منډې جوړې کړې.
د هغه په وينا، د کونړ له لوري نواب خان ٨٥، هميم ٥٢ او باچا حسين ٤٧ منډې جوړې کړې.
وفا وايي، چې د کندوز لوبډله ياد هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبډله يې په ٢٤ اورونو کې په ١٢٥ منډو وسوځېدله.
د کونړ له لوري عبيدالله، چې د کندوز پنځه لوبغاړي يې وسوځول، د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
سبا به په ننګرهار کې د کندوز او غزني او په کابل کې د خوست او پنجشېر ترمنځ لوبه ترسره شي.
په دغو سياليو کې، چې لس ورځې به دوام وکړي، د دوولسو ولايتونو منتخبې لوبډلې برخه اخيستې ده.
يادې لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوې، چې په کابل کې د کابل، لوګر، ميدان وردګو، پنجشېر، کندهار او خوست او په ننګرهار کې د پکتيا، بغلان، لغمان، کونړ، کندوز او غزني لوبډلې برخه لري.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن