ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار د کرکټ د لومړۍ درجې سيالۍ وګټلې

19 Jun 2012 - 12:08
19 Jun 2012 - 12:08

کابل ( پژواک ٣٠ غبرګولى ٩١ ) : د کندهار ولايت لوبډلې د ١٢ ولايتونو ترمنځ د لومړۍ درجې يا( ګريډ ون ) سياليو په پاى لوبه کې کابل ته په ماتې ورکولو سره ددې سياليو اتلولي خپله کړه.

دغه پاى لوبه پرون د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې ترسره شوه، چې د کندهار په بريا ناوخته پاى ته ورسېده.

د کرکټ بورډ درسنيو يو تن غړي فريد هوتک د غبرګولي په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د پاى لوبې پچه د کابل لوبډلې وګټله او لومړى يې پخپله د لوبې يا بيټنګ کولو پرېکړه وکړه.

هغه زياته کړه ، چې د کابل لوبډلې په ٤٩ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ٢١٥ منډې جوړې کړې، د کابل له لوري عمران جنت ٤٣، کريم ٢٩، مجيد تره خېل ٣٣ منډې جوړې کړې. د کندهار له لوري نسيم بړيڅ څلور، سميع اغا درې او خليل د کابل لوبډلې دوه لوبغاړي وسوځول.

د کندهار لوبډلې ياد شوى هدف له يوې په زړه پورې سيالۍ وروسته په ٤٩ اورونو کې د اووه لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه ، لوبه يې وګټله او ددې سياليو اتلولي يې خپله کړه.

د کندهار له لوري نسيم اغا ٦٢، دلاور محمد ٤١، احمد جان ٣٧  او نسيم بړيڅ ٣٣ منډې جوړې کړې.

فريد هوتک وايي ، د کندهار لوبغاړى نسيم اغا ، چې په دې لوبه کې يې ٦٢ منډې جوړې کړې او درې لوبغاړي يې وسوځول د پاى لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

دغه راز نوموړي په دې ټولو سياليو کې د ٢٥٧ منډو جوړولو او اوو لوبغاړو سوځولو سره ددې سياليو غوره لوبغاړى هم اعلان شو.

د پکتيا ولايت پياوړى لوبغاړى فضل نيازى  د ٢٩٦ منډو په جوړولو سره د غوره توپ وهونکي او کندهار بالر نسيم بړيڅ په دې سياليو کې د ١٦ لوبغاړو په سوځولو سره د غوره توپ اچوونکي په توګه اعلان شول.

د مراسمو په پاى کې د کرکټ بورډ  اجرائيوي رييس ډاکټر حامد شينواري، د کورني کرکټ مسوول نظيم جار عبدالرحيمزي، د ملي لوبډلې نړيوال روزونکى کبير خان، د  کرکټ بورډ نور چارواکيو او د AID موسسې مسوول حاجي جلال الدين ګډون وکړ  او پر ګټونکې لوبډلې، لوبغاړو او مسوولينو يې جايزې او تقديرنامې ووېشلې.

د حاجي جلال الدين لخوا پر يو شمېر وړو لوبغاړو نغدي انعامونه هم ووېشل شول.

 

د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر حامد شينواري دواړو لوبډلو ته مبارکي ورکړه او ويې ويل چې دواړو ډېره ښه لوبه ترسره کړه.

هغه زياته کړه ، چې کورنى کرکټ د يوه هېواد د کرکټ په پرمختګ کې مهم رول لوبوي، ځکه چې ملي لوبډلې د همدې پروسې له لارې جوړېږي.

نوموړى وايي ، چې پخوا هم له ولايتي سياليو څخه کرکټ بورډ غوره او پياوړي لوبغاړي پيدا کړي او له دې وروسته به يې هم کوي.

ډاکتر حامد شينواري  له ملي سوداګر محمود کرزي څخه مننه وکړه، چې په کندهار کې يې کرکټ لوبغالي لپاره ځمکه ورکړې او ژمنه يې وکړه، چې کرکټ بورډ به ډير ژر ددې لوبغالي په جوړولو  کار پيل کړي.

د ډاکټر حامد شينواري په وينا ، ولايتي سيالۍ ترسره کول، که له يوې خوا د لوبغاړو هڅونه ده، نو له بلې خوا له دې لارې به د افغانستان د الف لوبډلې ترڅنګ ملي او نولس کلنې ملې لوبډلې ته ملاتړي لوبغاړي تر لاسه شي .

نوموړي زياته کړه ، چې ډېر ژر به په هېواد کې د پنځو زونونو ترمنځ درې ورځنۍ (ټسټ) سيالۍ هم پيل شي.

د لومړۍ درجې يا (ګريډ ون) سيالۍ د جوزا (غبرګولي) مياشتې په شلمه په کابل او ننګرهار ولايتونو کې پيل شوې وې ، چې دولس لومړۍ درجه (Grade one) منتخبو ولايتي لوبډلو برخه اخيستې وه.

د دغو سياليو لپاره لوبډلې په دوو ډلو وېشل شوې وې، چې شپږو يې په کابل او شپږ نورو  يې په ننګرهار کې لوبې ترسره کړې.

 

په دې سياليو کې د کابل، لوګر، ميدان وردګ ، پنجشير، کندهار، خوست، پکتيا، بغلان، لغمان کونړ، کندز او غزني ولايتو لوبډلو برخه اخيستې وه.

Views: 8

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version