ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دوه پوليس ټپيان شول

16 Jun 2012 - 19:47
16 Jun 2012 - 19:47

جلال اباد(پژواک٢٧غبرګولى٩١): د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د پوليسو پرموټر د ماين چاودنه شوې، چې له امله يې دوه پوليس ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالزي د غبرګولي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د چپرهار ولسوالۍ د غوراباد په سيمه کې د پوليسو پريوه رېنجر موټر دماين چاودنه شوې ده.

نوموړي زياته کړه ، چې په دغه چاودنه کې دوه پوليس ټپيان شوي او رېنجر موټر ويجاړ شوى دى.

د ننګرهار ولايت د عامې روغتيا مرستيال، ډاکټر سيد افندي پژوا ک ته وويل، چې دوى ته له دغه چاودنې څخه دوه پوليس په ټپې حالت کې وروړل شوي دي.

نوموړي وايي ،چې په ټپيانو کې ديوه تن روغتيايي حالت د اندېښنې وړدى.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل،ددوى لخوا د چپرهار په والسوالۍ کې د پوليسو پر يوه رېنجرموټر دوه پرله پسې چاودنې شوي.

نوموړي ادعا وکړه ، چې په دغه چاودنو کې يې ٦ پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ديادولو ده، چې تېره ورځ د ننګرهار ولايت د سره رود په ولسوالۍ کې د پوليسو پريوه رېنجر موټر  دماين په چاودنه  کې ٤پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version