جلال اباد (پژواک ٢ مرغومى ٩١): د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د سرحدي پوليسو پر يوه کاروان د ماين په يوه چاودنه کې درېيو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په دغه ولايت کې د سرحدي پوليسو د لومړي زون د قوماندانۍ وياند ادريس مومند د مرغومي په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چاودنه نن سهار نهه بجې د چپرهار ولسوالۍ د ډاګو په سيمه کې شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د سرحدي پوليسو يو کاروان له يادې سيمې د تېرېدو په حال کې و، چې د سړک غاړې ماين چاودنه وشوه.
مومند وايي، چې په دې چاودنه کې يو پوليس وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.
هغه د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.
د منصور په نوم د پېښې يوه عيني شاهد پژواک ته وويل، چاودنه ډېره زوروره وه، چې له امله يې د سرحدي پوليسو يو موټر ويجاړ شوى دى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا ادعا کوي، چې په دې چاودنه کې درې سرحدي پوليس وژل شوي او لس نور ټپيان دي.
چپرهار د ننګرهار يوه له نا امنو ولسواليو څخه ده، تېره اونۍ په دې ولسوالۍ کې د ماين په يوه چاودنه کې ١١ نجونې ووژل شوې.
دغه راز تېره مياشت د دې ولسوالۍ دوه دولتي مامورين هم په يوه چاودنه کې وژل شوي وو.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن