ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې چاودنې اتو سرحدي پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې

ننګرهار کې چاودنې اتو سرحدي پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې

author avatar
30 Aug 2018 - 18:13
ننګرهار کې چاودنې اتو سرحدي پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې
author avatar
30 Aug 2018 - 18:13

جلال اباد (پژواک، ۸ وږی ۹۷): د ننګرهار چارواکي وايي، په اچين ولسوالۍ کې د سړک غاړې چاودنې له امله د سرحدي پوليسو د يوه افسر په ګډون ۸ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

چاودنه نن تر غرمې وروسته د دغې ولسوالۍ په يوې لرې پرتې سيمه کې رامنځته شوې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د وږي په ۸مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن تر غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې د اچين ولسوالۍ اړوند د مامند درې په سور کمر سيمه کې د سرحدي پوليسو پر موټر چاودنه شوې ده.

ده زياته کړه، د پوليسو موټر له سيمې د تېرېدو په حال کې و، چې د سړک غاړې ماين پرې چاودنه کړې ده.

د هغه په وينا، په چاودنه کې د يوه افسر په ګډون څلور سرحدي پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

دی زياتوي چې په چاودنه کې د سرحدي پوليسو موټر هم تخريب شوی، خو ډاډ ورکوي چې نور چاته زيان نه دی اوښتی.

تر اوسه د دغې چاودنې مسووليت د دولت کومې مخالفې ډلې نه دی منلی؛ خو په ياده سيمه کې تر ډېره داعش وسله واله ډله فعاله ده.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.