ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کبيرخان: ١٩ کلنو ځوانانو دښو تمريناتو له امله ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه

16 Jun 2012 - 12:03
16 Jun 2012 - 12:03

کابل ( پژواک ٢٧ غبرګولى ٩١ ) : دافغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې نړيوال روزونکى کبير خان وايي ،چې د ١٩ کلنو لوبډلې د ښو تمريناتو او تياريو له امله وکولى شول، په دوو پرله پسې لوبو کې ملي لوبډلې ته ماتې ورکړي.

د هېواد د ١٩ کلنو ځوانانو لوبډلې د کرکټ بورډ په نوښت پيل شوې د پيپسي کپ له درېيو يو ورځنيو نړيوالو لوبو څخه په لومړيو دوو لوبو کې ملي لوبډلې ته حيرانوونکې ماتې ورکړه.

د ١٩ کلنو ځوانانو لوبډلې په لومړۍ يو ورځنۍ لوبه کې ملي لوبډلې ته په ١٤ منډو او په دويمه لوبه کې په څلورو وېکټو ماتې ورکړه او دغه کپ يې وګاټه.

د هېواد د ملي لوبډلې نړيوال روزونکى کبيرخان هم د ١٩ کلنو ځوانانو په پرله پسې دوو لوبو ګتلو سره حيران شوى دى.

خو هغه وايي ،چې ځوانانو په چانس سره دغه لوبې نه دي ګټلي، بلکې د خپل محنت ، خوارۍ او سختو تمريناتو له امله يې دواړه لوبې ګټلې دي.

هغه د غبرګولي په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې د ١٩ کلنو ځوانانو لوبډلې له تېرو شپږو مياشتو راهيسې خپلو تمريناتو ته په سختو شرايطو کې ادامه ورکړې وه او ددې تمريناتو پايله ستاسو پر وړاندې ده.

خو کبيرخان د ملي لوبډلې په اړه وايي : (( دوى چې کله له نړيوالو سياليو څخه بېرته هېواد ته ستانه شي، نو بيا تمريناتو ته شا کوي او په کورونو کې پراته وي.))

د نوموړي په وينا، نوره نړۍ کې مسلکي لوبغاړي د رسمي لوبو ترڅنګ کله چې په کور کې وي، نو بيا هم خپلو تمريناتو ته ادامه ورکوي.

د ملي لوبډلې روزونکي ،چې په دې وروستيو کې ١٩ کلنو لوبډلې ته هم روزنه ورکوي، د ځوانانو د ښې لوبې ډېره ستاينه وکړه او ويې ويل ، چې دوى دافغانستان اصلي راتلونکي دي.

هغه زياتوي : (( په داسې حال کې ، چې د ١٩ کلنو ځوانانو ملي لوبډله ننګوي او دوه پرله پسې لوبې  ترې ګټي، دا پخپله ددې څرګندونه کوي، چې دافغانستان د کرکټ راتلونکى ډېر روښانه دى.))

د افغانستان د کرکټ بورډ د غوراوي کمېسيون سلاکار رييس احمدزي هم د ١٩ کلنو ځوانانو لوبډلې ستاينه وکړه او ويې ويل ، چې هغوى د کرکټ په هره څانګه کې ښه لوبه وکړه او خپله وړتيا يې وښودله.

نوموړى وايي، چې  ١٩ کلنو ځوانانو له تېرو څو مياشتو راهيسې که څه هم په ننګرهار کې ګرمي زياته وه، خو دوى خپلو تمريناتو ته ادامه ورکړې وه، خو د ملي لوبډلې لوبغاړو تمريناتو ته شا کړې وه.

هغه زياته کړه : (( دملي لوبډلې د يوه پخواني لوبغاړي او کپتان په حيث زه هم د ملي لوبډلې په دوو پرله پسې ماتو سره خواشينى شوم، خو خوښ په دې يم، چې زموږ ځوانانو داسې توره وکړه، چې تل به يې ياد ساتي.))

رييس احمدزى وايي، چې د ١٩ کلنو ځوانانو پرله پسې برياوې د هغوى مورال او حوصله لوړه کړې ، چې له امله به يې دوى وکولى شي راتلونکې اونۍ په اسيايي سياليو کې ، چې په ماليزيا کې پيليږي، خپله وړتيا وښيي.

نوموړي وويل ، چې د ځوانانو دغه برياوې د کرکټ مينه والو لپاره هم  ښه زيرى دى، ځکه چې همدوى به د هېواد دکرکټ راتلونکي اتلان وي.

احمدزي زياته کړه : (( د نويو لوبغاړو يو سيلاب راروان دى او دغه لوبغاړي به خپل هېواد ته وياړونه وروبښي.))

د ملي لوبډلې منيجر شفيق ستانکزى هم مني ،چې لوبډلې يې ددې سياليو لپاره ښه چمتوالى نه و نيولى او نه يې کافي تمرينات ترسره کړي وو.

هغه پژواک اژانس ته وويل ، چې ١٩ کلن لوبغاړي په صحي توګه هم ښه وو او کومه ستونزه يې نه درلوده، خو د ملي لوبډلې بغاړي بيا تمرينات نه کول او سم فټ هم نه وو.

خو ستانکزى سره له ماتې بيا هم ملي لوبغاړي اتلان بولي او زياتوي، چې دوى تل هېواد ته اتلولۍ راوړې دي.

د کرکټ بورډ د لوړو مهارتونو د څانګې مسوول بشير ستانکزي هم ددواړو لوبډلو ترمنځ لوى توپير تمرينات او چمتوالى په ګوته کړ .

هغه زياتوي ،چې ځوانانو ښه تمرينات لرل او لوبې يې وګټلې، خو ملي لوبغاړي د تمريناتو نه درلودلو له امله له ماتې سره  مخ شول.

ټاکل شوې ده، چې ددواړو لوبډلو ترمنځ درېيمه لوبه سبا د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې ترسره شي.

Views: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version