ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي لوبډلې ۱۹ کلنو ځوانانو ته ماتې ورکړه، خو پیپسي کپ ځوانانو وګټلو

17 Jun 2012 - 20:23
17 Jun 2012 - 20:23

کابل ( پژواک ٢٨ غبرګولى٩١ ) : د هیواد د کرکټ ملي لوبډله د پيپسي کپ ددریو سیالیو په وروستۍ لوبه کې د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې ته ماتې ورکړه، خو د ۱۹ کلنو ځوانانو دوو لوبو ګټلو سره دغه کپ خپل کړ.

دافغانستان کرکټ بورډ په نوښت ددواړو لوبډلو ترمنځ دغه دوستانه سیالۍ د پيپسي او الکوزي کمپنیو به مرسته دکابل په نړیوال لوبغالي کې په لاره اچول شوې وې. 

دکرکټ بورډ د رسنيو د څانګي لخوا د غبرګولي په ٢٨ مه، پژواک خبري اژانس ته په راليږل شوي خبرپاڼه کې راغلي دي ، چې ددې سیالیو دلړۍ لومړۍ دوه لوبې د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې ګټلې وې او د کرکټ مینه وال یې حیران کړي وو، خو نن په دریېمه لوبه کې ملي لوبډلې وکولی شول، چې د ځوانانو لوبډلې ته ماتې ورکړي.

خبرپاڼه زياته وي ، چې نن ددریيمې لوبې پچه یا ټاس د ۱۹ کلنو لوبډلې وګټلو او لومړی یې پخپله د لوبې یابیټنګ کولو پریکړه وکړه، د۱۹ کلنو لوبډلې په ۴۹ اوورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځیدو ۲۳۴ منډې جوړې کړې او  سیالې ډلې ته یې د ۲۳۵ منډو هدف کیښود.

دغه راز د ۱۹ کلنو لخوا ناصر جمال تر ټولو زیاتې ۶۹ منډې ، محب خان ۵۸ او شبیر نوري ۳۶ منډې جوړې کړې، د ملي لوبدلې لخوا عزت الله دولتزي  او کریم صادق ۳، ۳، همزه هوتک دوه او ناصر جمال یوه لوبغاړي وسوځول.

سرچينه کاږي ، چې د ملی لوبډلې لوبغاړو وکولی شول، په ډیرې اسانۍ سره په ۳۸ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو یاد هدف ترلاسه او لوبه وګټی. ددوی له لوری شهزاد محمدي یو ځل بیا ښه لوبه وکړه، هغه د ۱۱۵ منډو په جوړولو سره  سلیزه ووهله.

دغه راز اصغر ستانکزي ۷۱، کریم صادق ۲۲ منډې جوړې کړې.

د ۱۹ کلنو له لوري ، یمین احمدزي څلور لوبغاړي وسوځول.

سرچينه وايې، چې د لوبې په پای کې د کرکټ بورډ د مرستیال او سلاکار وزیر شهزاده مسعود، د کرکټ بورډ اجرايیوی رییس ډاکټر حامد شینواری، د کرکټ بورډ د نورو چارواکیو، او په افغانستان کې د پيپسي او الکوزي ګروپ مسوول کاوون کاکړ لخوا پر لوبغاړو او لوبډلو انعامونه او جایزې وویشل شوی.

د سرچني معلوماتو ترمخه، شهزاد محمدي ته ددې لوبې دغوره لوبغاړي په توګه ۲۵ زره افغانۍ، د زیاتو شپږیزو په وهلو ۲۵ زره افغانۍ او په دې کپ د زیاتو ۲۹۵ منډو په جوړولو ۵۰ زره افغانۍ انعام ورکړل شول.

دغه زار د ۱۹ کلنو لوبغاړي یمین احمدزي ته دغوره بالر چې ۱۰ ویکټې یې اخیستي دي، ۲۵ زره افغانۍ انعام ورکړل شو.

همداراز ددې کپ ګټونکې د۱۹ کلنو لوبډلې ته پنځه لکه افغانۍ او ملي لوبډلې ته چې دویم مقام یې خپل کړ دوه نیم لکه افغانۍ د انعام په توګه ورکړل شوې.

دپروګرام په پای کې دیادو چارواکیو لخوا د ۱۹ کلنو لوبډلې کپتان جاوید احمدي ددې سیالیو ګټونکی کپ ورکړل شو.

د خبرپاڼې ترمخه ، د کرکټ بورډ مرستیال او سلاکار وزیر شهزاده مسعود د افغانستان کرکټ بورډ د مسوولینو او کارکوونکیو ستاینه وکړه چې دا سیالۍ یې په بریالیتوب سره په  لاره واچول.

هغه ددواړو ملي لوبډلو دښې لوبې ستاینه وکړه او هیله یې وکړه، چې په نړیوالو سیالیو کې به هم ښه وځلیږي.

دغه رازد کرکټ بورډ اجرايیوی رییس ډاکټر حامد شینواري وویل چې  دا سیالۍ یې دې لپاره په لاره اچولي وو، چې له یوې خوا دواړو لوبډلو ته دتمریناتو ښه زمینه مساعده شي، نو له بلې خوا د ځوانانو لوبډلې لوبغاړي د ملی لوبډلې له تجربه لرونکو لوبغاړو څخه تجربه ترلاسه کړي.

د ملي لوبډلې کپتان کریم خان صادق وویل ، چې که څه هم په لومړیو دوو لوبو کې یې لوبډله ښه لوبه ونه کړه، خو زیاته یې کړه چې په دریمه لوبه کې لوبغاړو خپله وړتیاوښولده.

نوموړي د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې دلوبې ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې دوی دهیواد راتلونکي اتلان دی.

همدارنګه د ۱۹ کلنو ځوانانو دلوبډلې کپتان جاوید احمدي د خپلو بریاوو په اړه وویل چې دوی له څو میاشتو راهیسې په تمریناتو بوخت وو، او همدا تمرینات ددوی د بریالیتوب راز و، هغه زیاته کړه چې دوی دیوه پلان سره سم میدان ته ورتلل ، هغه زیاته کړه چې لوبغاړو یې د کرکټ په هره برخه کې خپله وړتیا وښوده.

احمدي هیله څرګنده کړه چې په اسیایي او نړیوال جام کې هم خپله وړتیا وښیي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version