ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ايساف د طالبانو الفاروق عمليات ناکام وبلل

18 Jun 2012 - 19:03
18 Jun 2012 - 19:03

  کابل ښار(پژواک ٢٩ غبرګولى  ٩١): ايساف د الفاروق په نوم د طالبانو پسرلني عمليات ناکام بولي او وايي،چې تر اوسه د دولت ٤٧٠٠ وسلوالو مخالفينو  له تاوتريخوالي لاس اخيستى اود سولې له بهيرسره يوځاى شوي دي.

د ايساف وياند کارستين جکوبسن Kirsten Jacobson)) وايي،چې امنيتي وضعيت د کابل په ګډون د افغانستان په ډيرو سيمو کې ښه شوى او د طالبانو پسرلني عمليات تراوسه بې پايلې و.

نوموړي،چې نن (دغبرګولي ٢٩مه) يې په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې، وويل: ((د طالبانو پسرلني عمليات طالبانو ته له ماتې او افغان ځواکونو ته له بريا پرته نور څه نه و.))

 جکوبسن زياته کړه،چې د دولت د وسلوالو مخالفينو په بريدونو کې خورا کموالى راغلى او ددې ډلې ډيرى مشران ،په روان کال کې وژل شوي دي.

د افغان امنيتي ځواکونو په وينا، د روان کال د غبرګولي په ١٣مه شپه، د ايساف او ملي امنيت ځواکونو د ګډو عملياتو په ترڅ کې ،د هلمند ولايت په کجکي ولسوالۍ کې د طالبانو مشر ملا محمدعمر د دويم مرستيال مولوى عبدالقيوم ذاکر ورور، ملا عبدالسلام عابد  له خپلو ٢٥ ملګرو سره ووژل شو.

خو طالبانو مدام ادعا کړې ده،چې د الفاروق په نوم عملياتو کې يې بهرنيو او کورنيو ځواکونو ته دهېواد په بېلابېلو سيمو کې ، ځاني مرګ ژوبله اړولې ده.

 وسلوالو طالبانو د روان لمريزکال په پيل کې ،د الفاروق په نوم د عملياتو د ترسره کولو خبر ورکړى و،چې دا نوي عمليات به ډير اغېزمن وي او  په ترڅ کې به يې بانديني ځواکونه له افغانستان نه وتو ته اړ شي.

هغوى د الفاروق عملياتو اساسي موخه د بهرنيو ځواکونو، دهغوى سلاکارانو، قرارداديانو او له بهرنيو ځواکونو سره مرستندويه پوځي او استخباراتي ځواکونه په نښه کول بللي و.

طالبانو ګواښ کړى و،چې ددې عملياتو په لړ کې به ،دولتي جګپوړي چارواکي، د ملي شورا غړي، د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو منسوبين، د سولې دعالي شورا غړي او ټول هغه کسان ،چې د طالبانو پرضد فعاليت کوي، په نښه کړي.

د ايساف وياند ددې پوښتنې په ځواب کې ،چې د حقاني شبکه ددې په لټه کې ده، څو يو شمېر تاجک او اوزبک ناراضي ځوانان په خپلو ليکو کې جذب کړي او د ورانکارو  کړنو لپاره يې بيا افغانستان ته واستوي؟ وويل: (( دا يوه څرګنده خبره ده،چې باغيان مدام له هرچا او هرځاى څخه، چې وي د خپلو ګټو په خاطر  ترينه استفاده کړې ده.))

جکوبسن د خپلو خبرو په يوه برخه کې وويل، چې ډيرى طالبان د سولې له پروسې سره د يوځاى کېدو غوښتونکي دي ،په افغانستان کې د ملي روغې جوړې او بېرته يوځاى کېدو پروګرام ګټور دى او په تېرو دووکلونو کې، ٤٧٠٠ وسلوال مخالفين له تشدد څخه لاس په سر او په رسمي توګه له دې بهيرسره يوځاى شوي دي.

 د سرچينې دمعلوماتو له مخې، د دولت يو شمېر نور وسلوال  مخالفين ددې پروسې په اړه د معلوماتو غوښتنه کوي او  يا يې خپل نومونه د ملي روغې جوړې له پروسې سره د يوځاى کېدو په خاطر ثبت کړي او زرګونو نورو يې پرېکړه کړې ده،چې له جګړو څخه لاس په سرکېږي.

د ايساف وياند وويل: (( نن دا منل شوې خبره ده، چې ډيرى جګړې چې په سوېل او نورو ځايونو کې روانې دي، له يو غيرايډيولوژيک جګړې پرته بل څه نه دي او د مخالفينو د ناراضايتي په ډاګه کول ، کولاى شي، چې هغوى بيا له ټولنې سره يوځاى کړي.))

 هغه  زياته کړه،چې افغانستان په تېر يوکال کې، اوږد واټن وهلى  ، افغان امنيتي ځواکونه ورځ تر بلې د هېواد د امنيت په ټينګښت کې ځواکمن او اغېزمن تمامېږي  ، د ملي روغې جوړې او بېرته يوځاى کېدو پروګرام او ددې پروګرامونو برياليتوب ښيي،چې د طالبانو په ګډون ډير شمېر افغانان سولې ته لېوال دي.

جکوبسن ددې په څرګندولو سره،چې طالبانو له کړاو څخه ډک ژوند تېر کړى ،وويل چې اوس ددې وخت رارسېدلى ،څو طالبان خپلو کورنو ته ستانه شي او له نورو افغانانو سره يوځاى د يوه روښانه او سوله ييز راتلونکي لپاره کار وکړي.

 دا په داسې حال کې ده،چې وسلوالو طالبانو تېرکال له امريکا سره په قطر کې د سولې خبرې پيل کړې وې او يادې خبرې اترې يې، د روان کال په لومړيو کې په دې نوم ودرولې،چې امريکا په مذاکراتو کې رښتينې نه ده.

دغه راز د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ دحزب اسلامي  پلاوي،چې په دې وروستيو کې يې د کابل له چارواکو سره لېدنه کړې ده، په خبرو اترو کې يې د پرمختګ يادونه کړې وه،خو حکمتيار تېره مياشت د امريکا او افغانستان ترمنځ د ستراتيژيک سند له لاسليک څخه وروسته اعلان وکړ ،چې له حکومت سره يې مذاکرات بند کړي دي.

 د ايساف وياند وويل،چې په تېر يوکال کې د افغان ځواکونو شمېر زيات شوى دى، خو تر دې ټولو مهمه دا ده،چې افغان ځواکونو دا ثبوت کړې ده،چې ځواکمن او ګټور تمام شوي دي.

د نوموړي په وينا، افغان امنيتي ځواکونه د امنيتي مسووليتونو د اخيستلو په حال کې دي او اړينې روزنې يې ترلاسه کړې دي ، دا ځواکونه به د نړيوالې ټولنې د پرله پسې مرستو پربنسټ، له ٢٠١٤کال څخه وروسته د خپل ولس دامنيت د ټينګښت ضامن وي.

 سرچينې زياته کړه،چې دا ځواکونه د سترو بريدونو پرمهال،چې د وسلوالو طالبانو لخوا په افغانستان کې ترسره شوي دي،مدام د مشرتابه مسووليت پر غاړه لري او د ايساف ځواکونو له لږ ملاتړ سره يې بياهم، ددې پېښو پر وړاندې کلک غبرګون ښودلى دى.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version