ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دفاع وزارت د نويد په نوم د عملياتو د پيلېدو خبر ورکړ

20 Jun 2012 - 17:26
20 Jun 2012 - 17:26

کابل ښار (پژواک ٣١ غبرګولى ٩١): ملي دفاع وزارت په ټول هېواد کې د نويد په نوم د نوو عملياتو د ترسره کولو خبر ورکړ او سترې موخې يې د لويو، اکمالاتي او لوژستيکي لارو د امنيت ساتل او د امنيت د لېږد د بهير لپاره د شرايطو برابرول وبللې.

د ملي دفاع وزارت وياند جنرال محمدظاهر عظيمي نويد عمليات مهم او برخليک ټاکونکي بولي او وايي، چې د ملي اردو ځواکونو دا عمليات پلان کړي او مشري به يې هم د دوى پر غاړه وي.

نوموړي، چې نن (د غبرګولي ٣١مه) يې په کابل کې په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې، وويل، چې دا عمليات له نن څخه په ټول هېواد کې پيلېږي، عملياتي پلان ټولو سيمه ييزو قول اردوګانو، فرقو او اړوندو جزوتامونو ته استول شوى او هغوى خپل پوره چمتوالى ښودلى دى.

جنرال عظيمي زياته کړه، چې د نويد عمليات په درېيو پړوانو کې د ١٨ مياشتو لپاره پلان شوي، چې لومړى پړوا يې شپږ مياشتې وخت اخلي.

د ملي دفاع وزارت وياند د دغو عملياتو د ترسره کولو موخه د امنيتي لاسته راوړنو ساتل، ښه حکومتوالۍ، د دولت له وسلوالو مخالفينو څخه د ډېرو سيمو پاکول او په کې د امنيت ساتل، په کليو او بانډو کې د سولې او امنيت پراختيا، د لويو، اکمالاتي او لوژستيکي لارو امنيت ټينګول په ګوته کړه.

هغه زياته کړه، چې په نويد عملياتو کې به د هېواد د پولو پر کنټرول او د وسلوالو مخالفينو پر تګ راتګ ډېر تمرکز وشي او بله موخه به يې له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو لېږد وي.

 جنرال عظيمي وويل: ((موږ مدام ويلي دي، ترڅو پورې چې د ترهګريزو بريدونو د چمتو کولو، ښونې او روزنې او تمويل مرکزونه، له افغانستان څخه بهر شتون ولري، په افغانستان کې به په بشپړه توګه امنيت ټينګ نه شي.))

 سرچينې زياته کړه، که نړيواله ټولنه غواړي له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي، له افغانستان څخه بهر د تروريزم د تمويل او تجهيز مرکزونه په روښانه توګه معلوم دي او بايد د هغوى پر وړاندې هلته مبارزه وکړي.

 ملي دفاع وزارت په داسې حال کې، د نويد په نوم د عملياتو د پيل خبر ورکوي، چې وسلوالو طالبانو څه موده مخکې د الفاروق په نوم عمليات اعلان کړي او ويلي يې و، چې دا نوي عمليات به خورا بريالي وي او په ترڅ کې به يې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وتو ته اړ شي.

 طالبانو تل ادعا کړې، چې د الفاروق په نوم عملياتو کې يې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ډېره مرګ ژوبله او زيانونه کورنيو او بهرنيو سرتېرو ته اړولي دي.

 هغوى د الفاروق د عملياتو اساسي موخه د بهرنيو ځواکونو د قرارداديانو، د هغوى د سلاکارانو او له بهرنيو ځواکونو سره د پوځي او استخباراتي مرستندويانو ځواکونو په نښه کول بللې ده.

 طالبانو ګواښ کړى و، چې د دغو عملياتو په لړ کې به دولتي لوړپوړي چارواکي، د ملي شورا غړي، د کورنيو او دفاع وزارتونو منسوبين، د سولي عالي شورا غړي او ټول هغه خلک، چې د طالبانو پر ضد فعاليت کوي، په نښه کړي.

 خو د ملي دفاع وزارت وياند وويل، چې وسلوالو طالبانو په عملياتو او جګړو کې مخامخ وړتيا له لاسه ورکړې او هغوى تر ډېره د سړک غاړي د ماينونو د اېښودلو له لاري فعاليت کوي.

 ايساف هم الفاروق عمليات ناکام بللي او وايي، چې امنيتي وضعيت د کابل په ګډون د افغانستان په ډېرو سيمو کې ښه شوى دى او دا عمليات تر اوسه بې پايلې و.

 د ملي دفاع وزارت وياند په نننۍ ناسته کې وويل، چې دمګړې د سولې او امنيت د تامين په خاطر په ټول هېواد کې ١٣ عمليات په لاره اچول شوي، دغه راز له هغه وخت څخه چې د شپنيو عملياتو مسووليت له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته سپارل شوى، دغو ځواکونو تر اوسه د ملي اردو د ځانګړې قطعې پر مټ ١١٣ عمليات ترسره کړي دي.

نوموړي زياته کړه، چې د دغو عملياتو په ترڅ کې تر اوسه يو شمېر زيات قوماندانانو، ولسوالانو، ماين جوړوونکو، د القاعدې او د ازبکستان د اسلامي غورځنګ يو شمېر غړو ته مرګ ژوبله اوښتې او نيول شوي دي.

هغه د دغو کسانو نومونه په ګوته نه کړل او زياته يې کړه، چې په تېره يوه مياشت کې د دغو عملياتو په ترڅ کې يو اندازه مهمات، چاودېدونکي توکي او ډول ډول وسلې هم ترلاسه شوې دي.

په وسلو او مهماتو کې ١٦٧٠کيلوګرامه چاودېدونکي توکي، ١٣ راکټونه، ٢٤ د پيکا ماشيندارونه، ١٣٢کلاشينکوفونه، ١٠ميله تومانچې، ٣٧٣ماينونه، ٤ لاسي بمونه، يو اندازه راز راز مهمات او چاودېدونکي توکي شامل دي.

د سرچينې په وينا، په ياده موده کې ٩٠ ماينونه چاودېدلي، چې ډېره مرګ ژوبله يې ولسي کسانو ته اړولې ده او د ملي اردو ځواکونو ته ٩٥سلنه مرګ ژوبله هم د ماينونو د چاودنو له امله ور اوښتې ده.

د يادونې ده، چې د ملي اردو د ځواکونو شمېر دا مهال ١٩٥زرو تنو ته رسېدلى او اټکل کېږي، چې د روان زېږديز کال تر پاى پورې به ١٩٧ زرو تنو ته ورسېږي.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version