کابل (پژواک ٣٠ غبرګولى ٩١): د کورنيو چارو وزارت وايي، چې په هلمند ولايت کې د يوې چاودنې له امله اته ملکي وګړي وژل شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت له خوا د غبرګولي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دا چاودنه پرون مازيګر د هلمند په موسى کلا ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړه، چې دغه چاودنه پرون مازيګر څلور بجې د ملکي وګړو پر يوه پيک اپ موټر د موسى کلا ولسوالۍ د چپه اسيا په سيمه کې شوې ده.
د کورنيو چارو وزارت وايي، چې په دې چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اته عام وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، مړي او ټپيان نږدې روغتون ته وړل شوي، خو د ټپيانو د روغتيايي حالت په اړه څه نه دي ويل شوي.
د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې دغه ماين د وسلوالو مخالفينو له خوا ځاى پر ځاى شوى و چې له امله يې عامو وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
ياد وزارت د وسلوالو مخالفينو دغه کار په کله غندلى دى.
خو وسلوالو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د ماين چاودنو، ځانمرګو بريدونو او د بهرنيو ځواکونو په بمبار کې د عامو وګړو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن