لښکرګاه کابل (پژواک ١٠ لړم ٩١): د هلمند په موسى کلا ولسوالۍ په دوو چاودنو کې د اوو ښځو په ګډون ١١ عام وګړي وژل شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت له خوا د لړم په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا چاودنه نن سهار شاوخوا نهه بجې د موسى کلا ولسوالۍ په ديزرو سيمه کې شوې ده.
سرچينې زياته کړې، چاودنه پر يوه ملکي سراچه موټر شوې چې په کې د سيمې اته عام وګړي وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د کورنيو چارو وزارت وايي، چې په وژل شوو کې اووه ښځې، يو سړى او په ټپيانو کې يوه ښځه او يو نارينه شامل دى.
سرچينې زياته کړې، چې ټپيان د پوليسو له خوا نږدې روغتون ته لېږدول شوي، خو د روغتيايي حالت په اړه يې څه نه دي ويل شوي.
خو د موسى کلا ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ مرستيال امير جان پژواک اژانس ته وويل، چې نن په دې ولسوالۍ کې دوه چاودنې شوې دي.
د هغه په وينا، لومړۍ چاودنه په ديزرو سيمه کې پر يوه سراچه موټر شوې ، چې له امله يې د دريو ښځو او څلورو ماشومانو په ګډون لس عام وګړي وژل شوي دي.
امير جان وايي، چې بله چاودنه د موسى کلا ولسوالۍ د کنجک په سيمه کې پر يوه موټر سايکل شوې، چې له امله يې يو ماشوم وژل شوى، يوه ښځه ، دوه ماشومان او يو سړى ټپيان دي.
د کورنيو وزارت ددې چاودنو پړه پر وسلوالو طالبانو اچولې ، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د کورنيو چارو وزارت دغه چاودنه په کلکه غندلې او دا يې د انسانيت او اسلاميت ضد کار بللى دى.
د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د چاودنو او نورو بريدونو پر مهال د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.
تېره اوونۍ په بلخ ولايت کې د واده پر موټر د چاودنې له امله ١٩ تنه ووژل شول، دغه راز د اختر د لمانځه پر مهال په فارياب ولايت کې د يوه ځانمرګي بريد له امله لسګونو هېوادوالو ته مرګ ژوبله واوښته.
که څه هم دولت د دغو دواړو پېښو پړه پر وسلوالو مخالفينو اچولې، خو مخالفينو په دې پېښو کې خپل هر ډول لاس لرل رد کړي دي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن