ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په موسى کلا کې د واده پر موټر چاودنې ١٠ ملکي وګړي ووژل

8 Nov 2012 - 12:09
8 Nov 2012 - 12:09

لښکرګاه (پژواک ١٨لړم٩١) د هلمند چارواکي  وايي، چې د هلمند په موسى کلا ولسوالۍ کې د واده پر يوه موټر د ماين په يوه چاودنه کې د  ښځو او ماشومانو په ګډون ١٠ ملکي وګړي ووژل شول.

په لښکرګاه کې د امنيه قوماندانۍ د همغږۍ مرستيال سمونوال محمد اسماعيل هوتک  د لړم په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې پېښه نن سهار د موسى کلا ولسوالۍ د توغي په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه ، چې د ملکي وګړيو د واده يو ډاټسن موټر، چې ولسوالۍ بلې ساحې ته روان و، د وسلوالو طالبانو لخوا پر يوه ځاى پر ځاى شوي ماين ختلى او چاودنه رامنځته شوې ده.

هوتک وايي ، چې په دې چاودنه کې  لس کسان وژل شوي او اووه نور ټپيان دي . نوموړي وويل چې ټپيان اوس مهال ځايي روغتونونو ته وړل شوي، خو د روغتيا په اړه يې تردې مهاله کوم معلومات نشته .

د موسى کلا ولسوالۍ دامنيه قوماندان مرستيال حاجي امير محمد پژواک اژانس ته وويل، چې په وژل شويو کې پنځه ښځې، څلور نارينه او يو ماشوم دى او ټپيان ټول ماشومان دي.

هغه زياته کړه ، چې دا د يوه واده موټر و، چې دلښکرګاه پر لوري روان و.

وسلوالو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

تېره اونۍ هم د  موسى کلا ولسوالۍ په دوو چاودنو کې ١١ تنه عام وګړي ووژل شول او ٦ نور ټپيان شوي وو.

د يادونې ده ،چې په دې وروستيو کې د چاودنو او نورو بريدونو پر مهال د ملکي وګړيو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.

دوه اوونۍ مخکې په بلخ ولايت کې د واده پر موټر د چاودنې له امله ١٩ تنه ووژل شول، دغه راز داختر د لمانځه پر مهال په فارياب ولايت کې ديوه ځانمرګي بريد له امله لسګونو هېوادوالو ته مرګ ژوبله واوښته.

که څه هم دولت ددې دواړو پېښو مسووليت پر وسلوالو مخالفينو واچاوه، خو مخالفينو په دې پېښو کې هر ډول لاس لرل رد کړي دي. 

موسى کلا د هلمند ولايت مرکز لښکرګاه څخه شمال لوري ته شاوخوا ٨٠ کيلو متره لرې پرته ولسوالي ده.

Views: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version