ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ماين چاودنو د څلورو ماشومانو په ګډون ١١ عام وګړي ووژل

7 Jul 2012 - 13:59
7 Jul 2012 - 13:59

لښکرګاه (پژواک ١٧ چنګاښ ٩١): د هلمند او اروزګان ولايتونو په درېيو بېلابېلو د ماين چاودنو کې د څلورو ماشومانو په ګډون ١١ عام وګړي ووژل شول.

په هلمند کې د دوو ماينونو د چاودنو له امله څلور ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د دغه ولايت د والي وياند داوود احمدي د چنګاښ په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنې پرون مازيګر ناوخته په ګرشک ولسوالۍ کې شوې دي.

هغه زياته کړه، چې لومړۍ چاودنه د دې ولسوالۍ د شورکۍ په سيمه کې هغه مهال وشوه، چې د سيمې ماشومان پر لوبو بوخت وو.

د احمدي په وينا، په دې چاودنه کې درې ماشومان ووژل شول او يو بل ټپي شوى، چې عمرونه يې تر لسو کلونو کم وو.

د والي وياند دغه راز وويل، بله چاودنه هم په رحيم کلي کې پر ماشومانو شوې، چې له امله يې يو ماشوم وژل شوى او يو ټپي دى.

نوموړى زياتوي، چې ټپيان روغتون ته وړل شوي، خو د هغوى د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.

احمدي د دغو چاودنو پړه د دولت پر وسلوالو مخالفينو او واچوله او زياتوي، چې هغوى تل عام وګړي په نښه کوي.

بلخوا د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې هم د ماين په يوه چاودنه کې ملکي وګړي وژل شوي دي.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياندفريد عايل پژواک اژانس ته وويل، چې دا چاودنه نن سهار د ملکي وګړيو پر هغه پيک اپ موټر وشوه، چې له ولسوالۍ څخه د ولايت مرکز ترينکوټ ته پر لاره و.

هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې په موټر کې سپاره ټول اوه عام وګړي وژل شوي  ، خو ده دا ونه ويل، چې په وژل شويو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي که څنګه؟

خو وسلوالو طالبانو تر اوسه ديادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د امنيتي پېښو پر مهال د عامو وګړو او په ځانګړې توګه د ماشومانو د مرګ ژوبلې پېښې زياتې شوې دي.

په تېرو درېيو اونيو کې يواځې د هلمند په ګرشک، موسى کلا، سنګين او مارجې ولسواليو کې تر ٢٠ زيات عام وګړي په بېلا بېلو پېښو کې وژل شوي دي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version