ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست په ځانمرګي بريد کې درې امريکايي سرتېري او ٢٢ افغانان وژل شوي

21 Jun 2012 - 10:18
21 Jun 2012 - 10:18

خوست ښار (پژواک د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩١): افغان او امريکايي چارواکي وايي ، چې د خوست ولايت په پروني ځانمرګي بريد کې ددرېيو امريکايي سرتېرو په ګډون ٢٥ تنه وژل شوي دي.

دغه ځانمرګى بريد پرون (د غبرګولي په ٣١مه) غرمه مهال شاوخوا يوولس نيمې بجې د خوست ښار د مرکزي چوک اړوند له سپين جومات سره نږدې وشو .

ويل کېږي،چې ځانمرګي بريد کوونکي له چاودېدونکو توکيو ډک خپل موټر ته د امريکايي سرتېرو له هغه کاروان سره نږدې چاودنه ورکړه، چې خلک ترې راټول وو او دخلکو دسترګو عکسونه يې اخيستل او د خلکو هويت يې معلوماوه.

د خوست ځايي چارواکيو پرون پژواک اژانس ته ويلي و ، چې په دې پېښه کې دوه پوليس او ١٦ عام وګړي وژل شوي او تر ٣٠ زيات ټپيان  دي، خو د بهرنيو سرتېرو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.

بلخوا په کابل کې دايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر لخوا د چنګاښ په لومړۍ نېټه، پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي ،چې په دې پېښه کې يې درې سرتېري وژل شوي دي.

سرچينې د وژل شويو سرتېرو هويت نه دى په ډاګه کړى، خو بايد وويل شي، چې په خوست کې دايساف په مشرۍ امريکايي سرتېري مېشت دي.

يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې په وژل شويو کې يو افغان ژباړن هم شامل دى.

د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکټر اميربادشاه منګل نن پژواک اژانس ته وويل، چې په پرونۍ پېښه کې په ټوليزه توګه ٢١ کسان وژل شوي، چې پنځه يې پوليس او ١٦ نور يې عام وګړي دي.

هغه زياته کړه، چې ځانمرګي بريد ٣٠ تنه نور ټپيان کړي وو، چې ډېرى يې عام وګړي وو او اوس تر درملنې لاندې دي.

وسلوالو طالبانو دياد شوي ځانمرګي بريد په اړه څه نه دي ويلي او نه يې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

د يادونې ده، چې څو ورځې مخکې هم په خوست کې د ايساف ځواکونو پر پوځي اډه ډله ييز بريد شوى و، چې په ترڅ کې يې شاوخوا ٢٠ ملکي وګړيو ته مرګ ژوبله اوښتې وه او تر ١٠٠ زيات امريکايي سرتېري په کې ټپيان شوي وو.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version