ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست په ځانمرګي بريد کې شل تنه وژل شوي

2 Oct 2012 - 15:10
2 Oct 2012 - 15:10

خوست ښار (پژواک ١١ تله ٩١): افغان چارواکي او ايساف وايي، چې د خوست ښار د ځانمرګي بريد له امله د وژل شوو شمېر ٢٠ او د ټپيانو ٦١ تنو ورسېد.

دغه ځانمرګى بريد پرون د تلې په ١١مه د خوست ښار اړوند د غازي ببرک خان پارک او ښاروالۍ مخې ته د ولايت په سل مترۍ کې د ايساف ځواکونو پر يوې ګزمې وشو.

د خوست والي عبدالجبار نعيمي نن (د تلې ١١مه) پژواک اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې ١٦ تنه وژل شوي او ٦١ نور ټپيان دي.

د هغه په وينا، د ياد ځانمرګي بريد له امله ١٠ ملکي وګړي او شپږ پوليس وژل شوي او د ٦١ ټپيانو په ډله کې درې پوليس شامل دي او نور ټول ملکي وګړي دي.

نوموړي زياته کړه، چې په پېښه کې د خوست د چټک غبرګون قطعې قوماندان سمونمل مبارک شاه هم وژل شوى دى.

په کابل کې د ايساف ځواکونو له مطبوعاتي دفتره پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د خوست په پېښه کې د دوى درې سرتېري او يو افغان ژباړن وژل شوى دى.

ايساف په خبرپاڼه کې د وژل شوو سرتېرو هويت نه دى په ډاګه کړى، خو په خوست کې امريکايي سرتېري مېشت دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د خوست ولايت ودانۍ ته نږدې د بهرنيو او افغان ځواکونو پر کاروان د دوى يوه کس ځانمرګى بريد کړى دى.

د هغه په وينا، دغه بريد د شعيب کندوزي په نوم يوه چا ترسره کړى، چې اته امريکايي سرتېري، يو ژباړن، د خوست د چټک غبرګون قطعې قوماندان او شپږ پوليس په کې وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.

نوموړي زياته کړې، چې له بريد وروسته بهرنيو سرتېرو پر ملکي خلکو ډزې کړې، دوه تنه يې وژلي او يو شمېر نور يې ټپيان کړي دي.

د يادونې ده چې له دې مخکې هم په خوست ښار او ښار ته نږدې د سالارنو پر هوايي ډګر هم ځانمرګي بريدونه شوي چې ډېرى قربانيان يې عام وګړي وو .

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version