ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د قرغې په ډله ييز بريد کې ٢٢ تنه وژل شوي

22 Jun 2012 - 17:09
22 Jun 2012 - 17:09

کابل ( پژواک ٢ چنګاښ ٩١ ) : امنيتي چارواکي وايي، چې د قرغې بند په ډله ييز ځانمرګي بريد کې د څلورو بريدګرو په ګډون ٢٢ تنه وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

يوه ډله ځانمرګي بريد کوونکي، چې په وسلو او چاودېدونکو توکو سمبال و ، تېره شپه يې په شاوخوا يوولس بجو د قرغې بند پر سپوږمۍ هوټل بريد وکړ .

دکابل د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ د جنايي څېړنو رييس مل پاسوال عبدالظاهر د چنګاښ په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده شوې جګړه تر ١٢ ساعتونو وروسته پاى ته ورسېده.

د نوموړي په وينا، يوه ډله وسلوال د تېرې شپې په  يوولس نيمو بجو دقرغې بندپر سپوږمۍ هوټل بريد وکړ او له هغه وروسته د امنيتي ځواکونو او بريدکوونکيو ترمنځ رامنځته شوې جګړه نن له غرمې مخکې په يوولسو بجو پاى ته ورسېده.

جنرال ظاهر وايي ، چې په دې جګړه کې ١٧ عام وګړي ، يو پوليس او څلور بريدګر وژل شوي او شپږ نور عام وګړي  ټپيان شوي دي.

د هغه په وينا، بريد کوونکيو په هوټل کې د ښځو په ګډون يو شمېر عام وګړي  يرغمل هم نيولي و ، چې  د امنيتي ځواکونو لخوا د بريدکوونکيو له منګولو وژغورل شول .

نوموړي زياته کړه، چې د ملکي وګړيو د مرګ ژوبلې د مخنيوي په موخه دوى  په اختياط سره  عمليات پيل او نن له غرمې مخکې پاى ته ورسېدل .

د جنايي څېړنو رييس وويل ، چې په سپوږمۍ هوټل کې د څلورو بريدکوونکيو جسدونه او  دهغوى سپکې او درنې وسلې پاتې دي.

 

خو په قرغه کې د ترسره شويو عملياتو د ځانګړې قطعې قوماندان حاجي داوود تره خېل په سپوږمۍ هوټل کې پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې په دې پېښه کې ١٥  عام وګړي وژل شوي او شاوخوا لس تنه نور ټپيان دي.

دغه راز نوموړي وويل ، چې  د بريدکوونکيو شمېره اوه تنه وه، چې ټول وژل شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي د پېښې  په ځاى کې خبريالانو ته وويل  ، چې په دې پېښه کې د عامو وګړيو ترڅنګ يو پوليس او د هوټل درې کار کوونکي (ګارسونان ) هم وژل شوي دي.

د قنداغا په نامه يوه ٢٥ ګارسون ، چې له دې پېښې ژوندى راوتلى  ، پژواک اژانس ته وويل چې دى تر مېز لاندې پـټ شوى و.

هغه زياته کړه، چې بريد کوونکي په يوه تونس موټرکې د ښځو په چادريو کې راغلي وو او ساده جامې يې اغوستې وې.

د نوموړي په وينا، له موټره له ښکته کېدو سره سم يې د هوټل درې ساتونکي ووژل او بيا هوټل ته ننوتل.

قنداغا وايي ، چې ځانمرګيو پخپلو کې ويل چې ښځو ته څه مه وايئ او نارينه ووژنئ.

د رسول خان په نامه يوه بل ګارسون پژواک اژانس ته وويل، چې دوى تر مېزونو لاندې ځانونه پټ کړي وو، کله چې دشپې ناوخته برېښنا قطع شوه، نو دوى وکولى شول ، چې دسهار د اذانونو پر مهال په پټه ځان له هوټل څخه اوباسي.

نوموړى وايي ، چې په دې شپه په هوټل کې شاوخوا ١٢٠ تنه مېلمانه وو، چې د هوټل په چمن، خونو، بام او نورو ساحو کې ناست وو، ځينو ډوډۍ خوړلې وه او ځينې نور يې په ډوډۍ خوړلو  بوخت وو.

 د کابل امنيه قوماندان مل پاسوال بصير سالنګي د پېښې په ځاى کې پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې په دې شپې له ٣٠٠ څخه تر ٤٠٠ پورې مېلمانه په قرغې بند کې وو.

هغه زياته کړه ، چې له بريده وروسته يو شمېر کسانو دقرغې په بند کې ځانونه اچولي وو او دلامبو په وهلو سره يې ځانونه بلې خوا ته ويستلي وو.

د سالنګي په وينا، څلور کسان ،چې په اوبو کې بند پاتې وو، د نورو لامبو وهونکو په مرسته ويستل شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق  صديقي په سيمه کې پژواک اژانس ته وويل، چې امنيتي ځواکونو تر ٣٠٠ زيات کسان د پېښې له ځاى څخه ژغورلي دي.

نوموړي زياته کړه ،چې وسلوال مخالفين د مخامخ جنګ وسه نه لري او اوس يې  پر عامو خلکو د بريدونو لړۍ پيل کړې ده.

وسلوالو طالبانو ددې ډله ييز بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد نن سهار پژواک اژانس سره په يوه اړيکه کې وويل ، چې ګڼ شمېر وسلوال طالبان ، چې د ځانمرګو پر واسکټونو ، سپکو او درنو سمبال وو، دقرغې پر سپوږمۍ هوټل په داسې حال کې بريد کړى، چې هلته ګڼ شمېر کورني او بهرني چارواکي مېشت وو.

نوموړي ادعا کړې وه، چې په دې بريدونو کې ګن شمېر کورنيو او بهرنيو چارواکيو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي پژواک اژانس ته وويل ، چې په ياد هوټل کې هېڅ بهرني شتون نه درلود، بلکې ټول عام وګړي وو، چې دتفريح لپاره راغلي وو.

ديادونې  ده، چې په دې وروستيو کې وسلوالو طالبانو په کابل او  ځينو نورو سيمو کې دډله ييزو بريدونو لړۍ پيل کړې ده.

د کابل پر انټرکانټنينټال ، د بريتانيا کولتوري مرکز( برټش کونسل) د عبدالحق په څلور لاري کې پر سوداګريز مرکز او دوه مياشتې مخکې ددارالامان پر سړک ملي شورا ته څېرمه او د کابل ښار په زړه شېرپور ساحه دا ډول بريدونه شوي دي.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version