ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کورنيو چارو وزارت : په قرغه کې درې ځانمرګي بريدګر وژل شوي

22 Jun 2012 - 09:34
22 Jun 2012 - 09:34

کابل ( پژواک ٢ چنګاښ ٩١ ) : د کورنيو چارو وزارت وايي، چې د قرغې بند په پېښه کې تراوسه درې  ځانمرګي بريد کوونکي وژل شوي او يو تن يې مقاومت کوي.

يوه ډله ځانمرګي بريد کوونکي ، چې په وسلو او چاودېدونکو توکو سمبال و ، تېره شپه په شاوخوا يوولس بجو  د قرغې بند پر سپوږمۍ هوټل بريد کړ ى او جګړه اوس هم روانه ده.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي د چنګاښ په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې ډله ييز بريد کې تر اوسه يو پوليس وژل شوى  دى.

هغه زياته کړه ، چې په  رامنځته شوې نښته کې  ملکي وګړيو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېره يې و نه ښوده.

نوموړي که څه هم په دې اړه د نورو جزئياتو له ورکولو ډډه وکړه، خو ويې ويل چې د بريد کوونکيو شمېره څلور تنه  دى، درې يې وژل شوي او يو يې مقاومت کوي.

صديقي ، په هوټل د بهرنيو و ګړيو شتون په کلکه رد  او زياته يې کړه ، چې يرغمل شوي کسان ټول افغانان دى.

دکابل د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ د جنايي څېړنو رييس مل پاسوال عبدالظاهر د پېښې په ځاى کې پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې ځانمرګي بريد کوونکي پر چاودېدونکو توکو او وسلو سمبال دي.

هغه زياته کړه ، چې دوى تېره شپه د سپوږمۍ هوټل د څوکيدار تر وژلو وروسته هوټل ته ننوتلي او پکې مېشت عام وګړي يې يرغمل نيولي دي.

نوموړي که څه هم د يرغمل نيول شويو کسانو کره شمېره ونه ښوده، خو نورې امنيتي سرچينې دغه شمېره ١٨ تنه ښيي.

نوموړى وايي، چې افغان او نړيوالو ځواکونو په سيمه کې عمليات پيل کړي او  جګړه اوس هم روانه ده.

مل پاسوال ظاهر وويل  : (( دشپې مو ځکه عمليات ونه کړل، چې د ملکي تلفاتو وېره وه، اوس هلته قوي عمليات روان دي. ))

 د هغه په وينا، وسلوالو بريد کوونکيو لومړى د هوټل له دوو  نقطو څخه مقاومت کاوه، خو اوس يواځې له يوې ساحې څخه په مقاومت بوخت دي.

نوموړى وايي ،چې کېداى شي په هوټل کې دننه د ملکي وګړيو تلفات زيات وي، خو زياته يې کړه، چې له هوټله بهر پنځو عامو وګړيو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

جنايي رييس دا ادعاوې رد کړې ، چې ګوندې په ياد هوټل کې لوړپوړي دولتي او بهرني چارواکي مېشت شوي وو.

ده وويل ، چې د قرغې بند او هوټل يوه ملکي ساحه ده او په دې ځاى کې له عامو وګړيو پرته بل هيڅوک شتون نلري .

  جنايي رييس وويل، چې دده د معلوماتو له مخې ځانمرګي بريدکوونکي له درې تر پنځو کسانو پورې دي . 

خو يوې بلې امنيتي سرچينې بيا په دې نښته کې تر اوسه د شپږو عامو وګړيو د وژل کېدو خبره کوي.

سرچينه زياتوي ،چې بريد کوونکي شپږ کسان دي او د هوټل دننه ننوتلي دي.

وسلوالو طالبانو ددې  بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا ادعا کوي، چې په دې هوټل کې ګڼ شمېر کورني او بهرني چارواکي مېشت وو .

هغه دا خبرې رد کړې، چې ګوندې دوى عام وګړي وژلي  او يا هم يرغمل نيولي دي.

نوموړي ادعا وکړه، چې په دې بريد کې يې ګڼ شمېر کورنيو او بهرنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version