ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوناما: په افغانستان کې تېره اوونۍ ٢١٤ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتي

27 Jun 2012 - 15:06
27 Jun 2012 - 15:06

کابل (پژواک ٧ چنګاښ ٩١): ملګري ملتونه وايي، چې د تېرې يوې اونۍ پر مهال په افغانستان کې ٢١٤ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتي او د دولت له وسلوالو مخالفينو يې غوښتي، چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په مخنيوي کې جدي اقدامات وکړي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د سياسي دفتر (يوناما) له خوا د چنګاښ په ٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ملکي وګړو ته ياده مرګ ژوبله د تېرې يوې اونۍ په ٤٨ پېښو کې اوښتې ده.

په خبرپاڼه کې ادعا شوې، چې له يادې مرګ ژوبلې يې ٩٨ سلنه د دولت د وسلوالو مخالفينو له خوا اوښتې ده.

سرچينې ويلي، چې په دې موده کې د وسلوالو مخالفينو په خوست ښار او د کابل په قرغه سيمه کې د ځانمرګو بريدونو دوه خونړۍ پېښې هم رامنځته شوې، چې ډېرى قربانيان يې عام وګړي وو.

ملګرو ملتونو ويلي، چې په يادو ځانمرګو بريدونو کې ٣٨ عام وګړي ووژل شول او ٣٨ نور ټپي شوي دي.

په ياده خبرپاڼه کې ملګرو ملتونو تور پورې کړى، چې وسلوالو مخالفين په هغو سيمو کې چاودنې او بريدونه کوي، چېرې چې د عامو وګړو ګڼه ګوڼه زياته وي او کله ناکله نېغ په نېغه عام وګړي په نښه کوي.

سرچينې زياته کړې، چې د مخالفينو دغه کار د نړيوالو بشري حقوقو له قوانينو ښکاره سرغړونه ده.

د يوناما په خبرپاڼه کې راغلي، چې د شخړو پر مهال د عامو وګړو د مرګ ژوبلې قضيه پرون د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې راپورته شوې وه.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون د امنيت شورا غونډې ته ويلي، چې په شخړو کې بايد د بشري حقوقو نړيوالو قوانينو ته درناوى وشي.

هغه زياته کړې: ((دا ډول سرغړونې پلټنو او پاملرنې ته اړتيا لري، خو ځينې پېښې بيا زياته پلټنه غواړي، د بېلګې په توګه په عامو ځايونو کې د چاودېدونکو توکو کارول.))

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا به نن يو ځل بيا د افغانستان د امنيت او ملکي تلفاتو په اړه خبرې وکړي.

بلخوا وسلوالو طالبانو په خپلو بريدونو کې د ملکي تلفاتو خبرې ردوي او زياتوي چې دوى په ډېر دقت سره عمليات ترسره کوي.

د دوى په وېب پاڼه کې (د ولسي وګړو د ساتنې) تر نامه لاندې په يوه ليکنه کې راغلي چې دوى د افغانانو د سر او مال د خوندي کولو په موخه مبارزه کوي، نو بيا څنګه کولى شي عامو وګړو ته مرګ ژوبله واړوي.

سرچينې د قرغې د وروستي بريد په اړه ليکلي، چې بريد کوونکو په ياد هوټل کې عام وګړي يوې خوا او په خوندي ساحه کې ساتلي وو.

طالبانو د دوى له خوا د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه وايي، چې غربيان په دې اړه بې ځايه تبليغات کوي.

خبر او ا ېډېټ: جاوېد هميم کاکړ

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version